لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مجاهد: پاکستاني الوتکو په پکتيکا او خوست کې په کورونو بمبار کړی، اته ښځې، ماشومان پکې وژل شوي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو په پکتيکا او خوست کې د پاکستاني الوتکو بمباري په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي، "پاکستاني الوتکو د عامو ‏وګړو په کورونو باندې بمبار کړی دی، اته تنه (پينځه ښځې او درې ماشومان) پکې وژل شوي". پاکستان تراوسه پورې د دغې بمبارۍ په اړه په رسمي ډول ‏څه نه دي ویلي.‏

په افغانستان کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په اېکس (پخواني ټويټر) وويل، ‏

‏"تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په لمنه سيمه او د خوست د سپيري ولسوالۍ په افغان دوبۍ سيمه کې د ‏عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، پکتيکا کې شپږ تنه (درې ښځې درې ماشومان) او خوست کې دوه ښځې وژل شوي دي".‏

هغه ويلي، طالبان "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".‏

په ټولنيزو رسنيو ویل شوي، نن د افغانستان د لوري نه په کورمه، شمالي او جنوبي وزيرستان کې مارټر ګولې ويشتل شوي او ډزې شوي دي.‏

د يادو بريدونو وروسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت ويلي، د بريدونو په ځواب کې یې د پاکستان سرحدي ځواکونه په نخښه کړي دي.‏

پاکستان تراوسه پورې په افغانستان کې د الوتکو د بمبارۍ او په پوله د پورې غاړې بريدونو په حواله په رسمي توګه څه نه دي ويلي.‏

په ټولنيزو رسنيو داسې پوسټونه شوي چې پاکستان د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځايونه په نخښه کړي او پکتيکا ‏کې د عبدالله شاه په نوم کمانډر کور ويشتل شوی دی.‏

ذبيح الله مجاهد ويلي، عبدالله شاه نومې کس په پاکستان کې دی او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم يو بيان او ويډيو خپره کړې ده، ټي ټي پي ‏دعوه کړې "پاکستان د متاثرينو کورونه بمبار کړي څوک چې د څو کالو نه د پاکستاني ظلم څخه تنګ شوي او افغانستان ته کډه شوي وو".‏

پاکستان په افغانستان کې بمباري په داسې وخت کې کړې، چې د خالي/ شنبې په ورځ ‏‎ ‎‏(‏‎16‎م مارچ) د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي ‏وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

په ياده پېښه کې د وژل شوو پوځي افسرانو په جنازه کې د پاکستان صدر اصف علي زرداري ويلي وو، "مونږ به د دې وينې بدل اخلو د ټولو نه به یې اخلو، ‏چې څوک هم په پاکستان کې، په پولو يا په کور کې دننه ترهګري کوي مونږ به ورته خوله ماتی ځواب ورکوو، هغه که هر څوک وي د هر ملک وي".‏

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم پرون ويلي، "د پاکستان خلاف زياتره ترهګري د افغانستان نه کيږي، په افغانستان کې د (ترهګرو) په پناه ځايونو ‏خبر لرو، او مونږ د افغان حکومت سره دغه مسله شريکه کړې ده".‏

او هم د خالي په ورځ افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ويلي وو د یوې اندازې له مخې دا مهال د وسله والې ډلې ټي ټي پي د پینځو ‏زرو نه نیولي تر شپږو زرو پورې وسله والو د افغانستان په خاوره پناه اخستې ده.‏

هغه تور لګولی وو، پاکستان ثبوتونه لري چې ټي ټي پي ته د افغان پراکسیز له لارې پیسې د هند څخه ورکول کیږي خو داسې هیڅ‌ ثبوت یې بیا مخې ته نه ‏دی راوړی.‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان لخوا دغه ډول تورونه رد کړل شوي دي.‏

او ذبیح الله مجاهد په ننني تازه بيان کې ويلي، طالبان "هيچا ته په خپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي، پاکستانی ولس او نوی حکومت بايد د پوځ څو ‏جرنېلان دغه ډول بې باکه کړنو ته پرې نږدي"، چې د دوو مسلمان هيوادونو اړيکې خرابې کړي.‏

مجاهد زیاته کړې، "پاکستان بايد په خپله خاوره د پېښو نه کنټرول کول، ناتواني او ستونزو پړه په افغانستان وانچوي ځکه داسې پېښې کېدل بدي ‏نتيجې لرلی شي او بيا به یې قابو کول د پاکستان په اختيار کې نه وي".‏

هغه يو ځل بیا تکرار کړې، طالبان هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د چا امنيت خراب شي.‏

د ‏‎2022‎م د اپرېل د میاشتې په 16مه طالبانو ويلي وو د پاکستان هوايي پوځ په خوست او کونړ ولايتونو کې بمباري کړې وه، ذبيح الله مجاهد هغه وخت ‏ويلي وو، "په پاکستاني لوري غږ کوي په داسې مسائلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمويي او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي کنه بدې پایلې به ولري".‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG