د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "پاکستان په 18م مارچ افغانستان کې دننه د استخباراتو په بنياد د ترهګرۍ ضد عمليات کړي، هدف یې د حافظ ګل بهادر ډلې ترهګر وو، څوک چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په ګډه پاکستان کې د ترهګرۍ په ګڼو بريدونو کې ککړ دي".
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ د زیارت/پنجشنبې په ورځ په اوونيزه خبري غونډه کې ويلي،"د 2024م د 18مارچ عمليات د افغانستان د خلکو، ادارو يا د افغانستان د پوځ پرضد نه وو. مونږ د افغانستان سیمه ييزه حاکميت ته احترام لرو او د پاکستان او افغانستان د اړیکو خرابوونکو ترهګرو ډلو د مخنيوي دپاره د ګډې مبارزې په لټه کې يو".
د پاکستاني بمبارۍ په اړه افغانسان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په 18م مارچ ویلي وو، "تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په لمنه سيمه او د خوست د سپيري ولسوالۍ په افغان دوبۍ سيمه کې د عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، پکتيکا کې شپږ تنه (درې ښځې درې ماشومان) او خوست کې دوه ښځې وژل شوي دي".
هغه ويلي، طالبان "ياد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غېر سنجيده اقدام د افغانستان په حريم تجاوز او تیری بولي".
وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د يادو بريدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړل شوی او احتجاج ورته شوی وو.
او د طالبانو د دفاع وزارت ويلي وو، "د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي".
طالبانو د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د مرکزونو په نخښه کولو دعوه کړې وه، او ويل شوي وو د کورمې او وزيرستان په درېو سيمو کې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه مارټر ګولې راويشتل شوې او د دواړو خواو نښتې شوې وې خو په دغو نښتو کې د کومو مرګ ژوبلو نه وو ويل شوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايس اف امریکا ته يوه مرکه کې ويلي، هېواد یې نه غواړي چې له ګاونډي افغانستان سره په یوې وسلواله شخړه کې ښکېل شي.
او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي وو د پاکستان سره جګړه نه غواړي خو که پاکستان بيا دغه رنګ عمليات وکړل کلک ځواب به ورته ورکوي.
پاکستان په افغانستان کې بريدونه وروسته له هغې کړي چې په 16م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.
ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، د 16م مارچ د ترهګر بريد وروسته پاکستان د افغان چارواکو سره د حافظ ګل بهادر ډلې په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې وې. او د عملياتو وروسته د دواړو هيوادونو سفارتخانې خلاصې او اړیکې روانې دي.
هغې بيا تکرار کړې، "پاکستان څو ځله استخباراتي شواهد د افغان چارواکو سره شريک کړي چې په افغانستان کې ترهګرې ځالې موجودې دي، او د تيرو څو میاشتو راهسې د افغان چارواکو نه غوښتنه کوي چې د دغو ترهګرو پرضد اقدام وکړي کوم چې پاکستان ته ګواښ دي، او دا حقیقت دی چې په ځانګړي ډول ټي ټي پي په افغانستان کې موجوده ده او دا خبره ملګرو ملتونو هم منلې ده".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه ډول تورونه تل رد کړی او په 18مارچ ذبیح الله ویلي وو، "پاکستان بايد په خپله خاوره د پېښو نه کنټرول کول، ناتواني او ستونزو پړه په افغانستان وانچوي ځکه داسې پېښې کېدل بدي نتيجې لرلی شي او بيا به یې قابو کول د پاکستان په اختيار کې نه وي".
هغه ويلي وو، طالبان هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د چا امنيت خراب شي.
Forum