د هند د انتخاباتو په اوږده پړاو کې به چې د اپرېل په ۱۹ مه پیلېږي، د وزیر اعظم نریندرا مودي د هندو نشنلېست بهاراتیا جناتا پارټي له شلو زیاتو مخالفو ګوندونو له ایتلاف سره سیالي وکړي.
په داسې حال کې چې مودي له رایه وکونکو سره ژمنه کوي چې د هېواد پرمختګ ته به دوام ورکوي، اپوزېشن ډیموکراسې ته ګواښونو باندې اندېښنې راپورته کړي.
د انجانا پریچا راپور درته زمونږ همکار مجاهد جواد وړاندې کوي.