پولیس چارواکي وايي، د پنجاب په ډیره غازي خان سیمه کې ترهګرو د پولیسو په یوه پوسته یا څوکۍ ډله ییز برید کړی چې پکې اووه پولیس عسکر ژوبل شوي دي.
د سیمې یو لوړ پوړي پولیس افسر(ار پي او) سجاد حسن د شورو-چهارشنبې په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې ترهګرو دا برید تېره شپه د ډیره غازي خان د تونسه سیمې په جهنګي پولیس پوسته کړی اؤ درنې وسلې یې کارولي دي.
هغه منلې چې په برید کې اووه پولیس عسکر ژوبل شوي چې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
نوموړي پولیس افسر ویلي ترهګرو غوښتل چې په پولیس څوکۍ قبضه وکړي خو وایي پولیسو د هغوي برید ته چټک ځواب ویلی اؤ په وسله وال یې په شا تمبولي دي.
د پنجاب پولیس د بیان له مخې په دغه برید کې له 15ؤ نیولي تر 20ؤ ترهګر شامل وؤ چې هغوي راکټ لانچرې، لاسي بمونه اؤ د شپې تیاره کې لېدونکې عصري وسلې کارولي دي.
د جهنګي پولیس څوکۍ په تونسه سیمه کې د خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو په برید پرته ده.
د پنجاب صوبې وزیراعلا مریم نواز اؤ د پولیسو مشر ډاکټر عثمان انور پخپلو بیلابیلو بیانونو کې د برید په ناکامولو د پولیسو مړانه ستایلې اؤ د ترهګرۍ خلاف د کوټلې مبارزې هوډ یې ښودلی دی.
آي جې عثمان انور د برید په شنډولو پولیسو لپاره د انعام اعلان هم کړی دی.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو د څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) د رپورټ له مخې پاکستان کې د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه 38 فيصده سېوا شوي.
رپورټ وایي تېره میاشت په ټول ملک کې په 77 وسله والو حملو کې د 31 امنيتي کسانو په ګډون ټول 70 تنه وژل شوي او په ټولو 77 حملو کې 73 فيصده، 56 بريدونه يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.
Forum