د هند په روانو عامو ټاکنو کې ۱۸ میلیونه کسان په لومړي ځل رایه ورکوي چې په هغو کې په میلیونونو د کالج زده کونکی هم دي.
انجانا پسریچا Anjana Pasricha په نوي ډیلي کې له ځینو زده کونکو سره خبرې کړي او موندلې یې ده چې اکثره یې د وزیر اعظم نریندرا مودي ملاتړ کوي خو دوی غواړي د پرمختګ او کار موندنې په څېر مسلو ته ډېر پام وشي او مذهبي مسلو ته چې په کمپاینونو کې د سر ټکي وو لږ پام وشي.
تفصیل یې زمونږ همکار مجاهد جواد وړاندې کوي.