لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د جینکو د زده کړو اکاډمي په بمونو الوځول شوې


له افغانستان سره پر پوله پرته د خېبر پختونخوا جنګ ځپلې قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د جینکو د زده کړو د اکاډمۍ ودانۍ په بمونو الوځول شوې ده.

سیاسي او مدني فعالانو دا پېښه په کلکه غندلې او د پلټونو غوښتنه یې کړې ده.

پولیس دا پېښه تایید کړې او وایي پېښه د ضلعې مرکز واڼا په ډبکوټ سیمه کې رامنځته شوې ده .

د پولیسو په وینا دغلته د ځایي خلکو یو غیر دولتي سازمان وانا ویلفیئر ایسوسی ایشن (واوا) په مرسته جوړیدونکې د صوفیه نور په نوم د نجونو د اکاډمۍ په ودانۍ کې چاودنه شوې ده.

د واڼا پولیس ټاڼې چارواکي وايي چاودنه کې کوم ځاني زیان نه دی شوی او یوازې وداني یې په بشپړه توګه ړنګه شوې ده.

واوا د علاقې د خلکو یو غیر دولتي تنظیم دی چې د علاقې په تعلیم، صحت، زراعت او ټولنیز پرمختګ کار کوي او نزدې په سلګونه زده کونکي د هیواد په بیلا بیلو سکولونو او کالجونو کې د واوا په سکارلرشپ تعلیمي زدکړې تر لاسه کوي.

واوا په دې پېښه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د جینکو تعلیم دپاره لویې زیان بللی دی.

د واوا صدر رحمت الله ویلي د جینکو تعلیم د دوی لومړيتوب دی او په دې حربو دوی څوک له خپل هدف نه شي په شا کولۍ او دا پروژه به سر ته رسوي چې په علاقه کې به د جینکو د تعلیم انقلاب راولي.

‎ځايي خبریال نور علي وزیر وايي، د نجونو دا تعليمي اداره په رسمي توګه د مارچ په 20 مه د واوا لخوا پرانستل شوې چې د علاقې په سلګونو خلک پکې شامل وو او د صوفيه نور د نجونو اکاډمۍ په ودانۍ کار په چټکۍ سره روان و.

هغه وویل په علاقه کې د جینکو تعلیم د نشت برابر دی او د اکاډمۍ د پرانستې پرمهال د غیر دولتي سازمان وانا ویلفیر ایسوسیشن مشرانو ویلي وو دوی به جینکو ته تر لسم ټولګي وړیا زده کړې ورکوي.

تر اوسه کومي ډلي ددې پېښې مسوليت پر غاړه نه دى اخيستى، پولیس وايې چې د پېښي په اړه پلټني رواني دي.

‎د واڼا سیمې سياسي او مدني مشرانو په تعليمي اداره کې شوې چاودنه په کلکه غندلې او دا یې نیغ يه نیغه په تعلیم برید بللی دی.

‎دوی له حکومته د پېښې د پلټنوغوښتنه کړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند یو ځايي مشر اياز وزير د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې او ویلي یې دي چې د یو پلان سره د پښتنو ماشومان او په ځانګړي ډول جینکۍ د تعلیم نه لرې ساتل کیږي تر څو چې دا خلک هم دغسې په تیاره کې پاتې شي او دغلته د جنګ دا پالیسۍ دوم دارې وي .

هغه ويلي عوامي نېشنل ګوند د تعليم په ډګر کې د واوا سره څنګ په څنګ ولاړ دی او د دې چاودنې په اړه دې شفاف تحقيقات وشي، د نجونو اکیډمۍ جوړولو او په دې کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي .

هغه وویل علاقه یې د اوږدې مودې نه د ناکرارۍ ښکار ده اوس دغه سیمې چې په صوبه کې شامل کړل شوي په سیمه کې د سولې او امنیت ټینګښت د حکومت په غاړه دی.

هغه وویل که په دغه پېښه کې ککړ کسان مالوم نه شول په سیمه کې به د زده کړو چارې نورې هم متاثره شي.

‎د پاکستان پيپلز پارټۍ جنوبي وزيرستان عمومي سيکرټري عمران مخلص وويل چې د واوا په مرسته په دبکوټ کې د انجونو په سکول د چاودنې سخته غندنه کوي کوم چې تعليمي ادارو ته اوښتي زيان د منلو وړ نه دے هغه پیښه چې باید سزا ورکړل شي.

هغه وویل دوی د اوږدې مودې نه په علاقه کې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کوې خو د دوی د امن غوښتنه نه منل کیږي او نن حالات دا دي چې د جینکو تعلیم تر برید لاندې راغلی.

د مخلص په وینا دغه پېښې په ځايي خلکو کې سخته ویره پیدا کړې ده .

په وزیرستان کې په تیره یوه اوونۍ کې په سکولونو دا دویم برید دی .

تیره اونۍ په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د جینکو يو شخصي پرايمري يا د ابتدايي زده کړو سکول په بمي چاودنو الوځول شوی و.

د دغه پېښې په ملکي او نړیواله کڅه غندنه شوې او ملګرو ملتونو سره متعلقه د ماشومانو د تحفظ ادارې (یونېسف) د شمالي وزیرستان په شیوا تحصیل کې د جېنکو په سکول باندې حمله غندلې او ویلي یې دي چې دغه "قابل نفرت او بزدلانه عمل" د ګڼ شمېر تکړه جېنکو آینده خطرې سره مخامخ کوي.

په وزیرستان کې د جینکو په سکولونو بریدونه بیا په داسې حال کې چټک شوي چې ورسره په پوله افغانستان کې د طالبانو لخوا په اګست کال ۲۰۱۲م کې په اقتدار له قبضې کولو وروسته دغه هیواد کې تر شپږم ټولګي پورته د جینکو په زده کړو بندیزونه لګول شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG