لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف راتلونکي مالي کال کې د پاکستان دفاعي لګښتونو کې د 313 اربه روپو د اضافې اټکل کړی


نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف د مالي کال 2024-25 لپاره د پاکستان وفاقي بجټ کې د دفاعي چارو لپاره اېښودل کېدونکو پیسو کې د 313 اربه روپو د اضافې اټکل کړی دی.

د ډان نیوز له مخې آی ایم ایف ویلي په روان کال کې چې د دفاعي لګښتونو لپاره کومې پېسې ځانګړې کړل شوي دي امکان دی چې له هغې هم 35 اربه روپۍ زیاتې مصرف شي.

د آی ایم ایف دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پاکستان د قرضونو یو دروند بار په اوږو ګرځوي اؤ دا هیواد د یو ستر اقتصادي ناورین څخه تېریږي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د اخستل شوؤ پورونو د سود پیسې هم د نورو پورونو په اخستو خلاصوي.

د آی ایم ایف له مخې روان مالي کال کې د پاکستان د دفاعي لګښتونو اټکل 1839 اربه روپۍ دی اؤ دفاعي بجټ کې 1804اربه روپۍ بېلې کړی شوې وې.

نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي چې تېر مالي کال کې د دفاعي لګښتونو لپاره 1586 اربه روپۍ بېلې کړل شوې وې اؤ په مال کال 2021۔22 کې د پاکستان ددفاعي لګښتونو لپاره اېښودل شوې پیسې 1412 اربه روپۍ وې.

آی ایم ایف ویلي دي چې چې په مالي کال 2020۔21م کې د پاکستان دفاعي لګښتونه 1316 اربه روپۍ وؤ اؤ له هغې وړاندې په مالي کال 2019۔20 م کې دا پېسې 1147 اربه روپۍ وې.

نړیوالې مالیاتي ادارې اټکل کړی چې راتلونکي مالي کال لپاره به د پاکستان دفاعي بجټ 2152 اربه روپۍ وي چې دا د پاکستان د روان مالي کال د دفاعي بجټ لپاره بیلو کړل شوؤ پېسو څخه 313 اربه روپۍ زیاتې دي.

پاکستان په نزدې وختونو کې د یو داسې سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوی ؤ چې د اقتصادي سقوط ګنګوسې یې راپورته شوې وې خو بیا یې آی ایم ایف سره د درېوؤ اربو روپو یو لنډ مهاله د پور تړون وکړو اؤ خپل غورځېدلی اقتصاد یې یو څه راپورته کړو.

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې اوس یو وارې بیا پاکستان هڅه کوي چې آی ایم ایف څخه د شپږو نه نیولی تر اتوؤ اربو ډالرو د پور یو بل پروګرام تر لاسه کړي.

پروسږکال د مارچ په میاشت کې د خزانې وزارت پارلیمان ته ویلي وؤ چې د پاکستان په ذمه ټول ټال پورونه 52 زره اربو روپو نه اوښتي دي.

د خزانې وزارت لخوا پارلیمان ته د وړاندې کړل شوؤ شمیرو نه تېر کال په ډاګه شوی وه چې هر پاکستانی وګړی د دوؤ لکو او شپاړس زرو روپو د قرضې لاندې ګیر دی.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان د خپل کلیز بجټ زیاته برخه د وسلو په اخستلو مصرفوي او له دې امله دا هیواد د روغتیا، تعليم او نورو پرمختيایې چارو دپاره بيا ډيره کمه برخه بېلوي.

د اقتصاد پوهانو په وینا پاکستان هغه هیواد دی چې د خراب اقتصاد له امله د عالمي مالیاتي بینک، نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف او وخت په وخت د نورو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه پورونه ترلاسه کوي اؤ د خپل کلیز بجټ یوه لویه برخه د بهر نه د اخستل شوؤ پورونو په سود کې ورکوي.

کار پوهان وایي چې په داسې حال کې د وسلو اخستو مصرفونه په پاکستان دا مالي بارونه نور هم سېوا کوي.

څېړونکي وایي د پاکستان په دفاع چې څومره لګښتونه کیږي هغه د دې هیواد د معیشت د حجم څخه ډیر لوړ دي او د دې لګښتونو په وجه د پاکستان د تعلیم، روغتیا او ټولنیزې څانګې نورې برخې اغېزمنې کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان د لاندې غوښه د ژمي د موسم مقبول خوراک بلل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG