لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر مندوخېل وایي، "د بلوچستان ناامني او شورش سیاسي مسئله ده"‏


د پاکستان د بلوچستان صوبې ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل ويلي، "د بلوچستان ناامني او شورش يوه سیاسي مسله ده او د هغې تلپاتې سياسي حل هم ‏موجود دی. حالات که څه هم څومره کړکېچن او د مايوسۍ وړ دي بيا هم مونږ ته د مشورې او د پرله پسې خبرو دروازه پرانستې ساتل په کار دي".‏

‏ نوموړي دغه خبرې پرون د کوټې په بيوټمز پوهنتون کې د (بلوچستان کې امن او ثباته پله سفر) د سرخط لاندې جوړې غونډې ته په وينا کې کړي دي.‏

هغه ويلي،"په ځينو وختونو کې د کومې اجتماعي مسلې په وخت هوارول ډېر ضروري وي، د اجتماعي مسلې د پامه غورځولو په صورت کې مونږ په ‏سياسي او ټولنيزه کچه د څو نورو اندېښنو او خطراتو سره مخ کېدی شو".‏

د مندوخېل په خبره، "حقيقت دا دی چې په صوبه کې شورش، غربت، ګرانۍ او بې روزګارۍ له امله د بلوچستان عام تن په سخت مشکل کې دی، ځکه مونږ ‏ته د راپېښو پېچلو سنجيده مسلو د حل دپاره به سمدستي سنجيده فېصلې کول وي".‏

ګورنر زياته کړې، "اوس هم روښانه امکانات موجود دي چې مونږ د کړکېچن صورتحال او سياسي بحران قابل عمل او ټولو دپاره قابل قبول سياسي حل ‏ولټوو".‏

ګورنر دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې د تېر کال د اکتوبر له مياشتې احتجاجي ‏پرلت روان دی، دا احتجاج د پاکستاني حکومت د هغې پريکرې پر ضد دی په کوم کې چې ويل شوي چې نور به د چمن ضلعې او د افغانستان د بولدک ‏سيمې خلک د کرښې دواړو غاړو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان پر تذکره تګ راتګ نه کوي او یواځې په پاسپورټ به د تګ راتګ اجازه ‏وي.‏

د پاکستان بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ د پېښو سره مخ ده، بلوچستان صوبه کې مېشت پښتانه او بلوڅ وايي دوی ته د نور پاکستان په څېر ‏برابر او پوره حقونه نه ورکړل کيږي.‏

څو ورځې وړاندې هم د کوټې په بيوټمز پوهنتون کې راجوړې يوې ادبي مېله کې پښتنو او بلوڅ سياستوالو ويلي وو، د پاکستان د فيډرل نظام برخې ‏بلوچستان صوبې ته په ايين کې ورکړل شوی حق نه ورکول کيږي چې وایي له امله يې د صوبې ‏او مرکز اسلام اباد تر منځ د بې باورۍ او خپلوۍ واټن يا ‏فاصله پر زياتېدو ده.‏

بلوچستان صوبه کې وخت په وخت په امنيتي ځواکونو او مزدورانو وسله وال بريدونه کيږي، د زياترو زمه وارۍ پکې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې مني.‏

ګورنر جعفر خان مندوخېل ويلي، "بلوچستان کې د شورش او کړکېچ له امله مونږ د ډېرو مشکلاتو سره مخ يو، د کوم له امله چې په سرکاري او ولسي کچه ‏ډېر ځاني او مالي تاوانونه شوي دي، زه په خپله خپلو خفه وروڼو سره د پايلو لرونکو خبرو، او قامي ګټو په خاطر وسلې اېښودو ته د قدر په سترګه ګورم".‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG