لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شاعر احمد فرهاد د جبري بې درکۍ قضیه کې د دفاع سکتر اؤ د آي ایس آي سېکټر کمانډر عدالت ته بلل شوي


اسلام اباد هاى کورټ له اسلام اباد څخه په جبري توګه د لا درکه شوي شاعر احمد فرهاد د مقدمې اورېدنه کړې ده او په دې لړ کې یې د دفاع سکرټري او د استخباراتي ادارې آي اېس اي سېکټر کمانډر په راتلونکي اورېدنه کې عدالت ته بللي دي.

د جمعې په ورځ د مقدمې د اورېدنې په پېل کې سرکاري وکيل یا اټارنى جنرل منصور عثمان اعوان عدالت ته وړاندې شوی اؤ ویلي یې دي چې د لا درکه شاعر احمد فرهاد درک د ټیلي فوني کالونو د ریکارډ یا سي ډي ار په ذريعه لګول کېږي.

جج محسن اختر کياني اټارنى جنرل ته ویلي" ته وایې چې رياست ناکامه شوی دی ؟ "خو د سرکاري وکيل ځواب و چې اوس لا رياست نه دی ناکامه شوی.

د ښاغلي جسټس کياني وینا وه چې د ورک تن موندنه د رياست مجبوري ده ګني نو بيا د رياست ناکامي ده او د رياست ناکامه کېدل تش الفاظ نه دي بلکې ددې نتيجې دي.

د لا درکه شاعر احمد فرهاد وکيلې ايمان زېنب مزاري ډيوه سره خبرو کې وويل چې د عدالت د نننې اورېدنې څخه مطمینه ده خو اټارنى جنرل عدالت ته په ورکړي خپل لوظ کې بيا ناکامه شو او احمد فرهاد بازياب نه کړی شو.

د ایمان مزاري په خبره "اعلا چارواکي عدالت ته راځي او باور ورکوي خو بيا په هغې عمل نه کېږي، ددې مطلب دا دی چې په رياست کې دننه يو بل رياست دی او يا د رياست بالا بل رياست دی او دا د اندېښنو وړ صورتحال دی"

جسټس محسن اختر کياني پوښتنه وکړه که ادارې ځوابده نه وي او ته هغوي ځوابده هم نه شي جوړولی نو بيا به څه کېږي؟

هغه وویل د خفيه اېجنسيانو به هم د کار يو سټرکچر وي، څوک خو به چاته ځواب ورکوي، مونږ په دې ټولو سوالونو ځان پوهوو او هغه به د دې مقدمې په فېصله کې راوړل شي.

عدالت زياته کړه چې اوس د ورک تن د بازياب کولو معامله شاته پاتې شوه او مونږ

به اوس ځينې څيزونه ټاکو، د لا درکه تنانو کسانو په مقدمه کې به د آي ایس آي د سېکټر کمانډر بيان قلمبند کولی شي او پوليس افسر به د هغه بيان اخلي او ضمنۍ به ليکي.

عدالت په راتلونکي اوریدنه کې د دفاع سکرټري هم راوبللو او جسټس اختر کياني په خپل ريمارکس کې وویل د دفاع سکرټري دې راشي مونږ دې پوهه کړي چې آي اېس آي ډېټا څنګه راغونډوي او د يو سېکټر کمانډر د لاندې څومره خلک کار کوي؟

شاعر احمد فرهاد د مي په 17مه اسلام اباد کې د شپې د خپل کور د درشل څخه ناڅرګنده کسانو تښتولی و او د هغه د لا درکۍ مقدمه بيا د اسلام اباد په لوي بهير تاڼه کې درج کړی شوې وه.

د لا درکه شاعر احمد فرهاد کور ودانې سیده عروج زېنب له ډیوه سره خبرو کې وویل مېړه به یې تل د لا درکه تنانو په حق کې اواز پورته کولو او هم ددې له کبله هغه په خپله هم د جبري لا درکۍ ښکار شو.

عدالت وویل له دې ورستو چې د لا درکه تنانو کومه مقدمه هم په دې عدالت کې چليږي نو هغه به د اسلام اباد هایکورټ په ويبپاڼه نېغ په نېغه ښودل کیږي او وي ویل د لا درکه تنانو په مقدمو لويې بېنچ جوړېدل پکار دي چې داسې دا معامله حل کړی شي.

وتلې خبريال حامد مير هم د لا درکه شاعر د مقدمې د اورېدنې لپاره عدالت ته ورغلی و او وروسته یې د ډيوه سره خبرو کې وويل ادارې ويريږي چې که یاد شاعر راخوشې کړي نو خلک به خبر کړي چې هغه چا پورته کړی و.

حامد میر وویل "که هغه يې نن عدالت کې وړاندې کړی و نو خبره به هم په دې ځای ختمه شوې وه، خو اوس به دا معامله تر لېرې پورې ځي، دا اوس يوازې د احمد فرهاد د بازياب کولو مسله نه شوه پاتې بلکې د جسټس کياني په قول دا اوس د پاکستاني قوم د بازياب کولو مسله جوړه شوې ده"

په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د لا درکه کولو ستونزه د کلونو راهیسې روانه ده او د لا درکه بلوچانو اؤ پښتو د کورنیو غړي او د بشري حقونو ډلې د خلکو د جبري لا درکيو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا نيوکې په بيا بيا ردوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG