لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا بجټ: د سرکاري ملازمانو تنخا اؤ پنشن کې 10 فیصدي اضافه، پراپرټي ټیکس 3 فیصدي راکم کړل شو


په تاریخ کې په لومړي ځل د خېبر پښتونخوا صوبې د مالي کال 2024-25 لپاره کلنی بجټ له وفاق مخکې صوبایي پارلیمان ته وړاندې کړل شوی دی.

د جمعې په ورځ د صوبې د خزانې د وزیر افتاب عالم لوري وړاندې کړل شوي دې بجټ کې ټول محصولات 1754 اربه روپۍ ښودل شوي اؤ د لګښتونو اټکل پکې 1654اربه روپۍ شوی.

په بجټ کې د سرکاري ملازمانو تنخاګانو اؤ پنشن کې د 10 فیصدي اضافې تجویز ورکړل شوی اؤ د مزدور لږ تر لږه میاشتنې معاش له 32 زرو څخه 36 زرو ته لوړ کړل شوی دی.

د 100 اربه روپو سرپلس دې بجټ کې د تعلیم لپاره 362 اربه اؤ 68 کروړه روپۍ بېلې کړل شوي چې دا د تېرکال په پرتله په تعلیم 13 فیصده زیات لګښت ښودل شوی دی.

د لوړو زده کړو لپاره بجټ کې 35 اربه اؤ 82 کروړه روپۍ بېلې کړل شوي‌ دي.

د خزانې وزیر د بجټ وړاندې کولو په مهال ویلي چې د حکومت پلان لري د 30 ډګري کالجونو جوړولو لپاره ودانۍ په کرایه ونیسي .

په بجټ کې د وفاقي ټیکس محصولات 902 اربه اؤ 51 کروړه روپۍ ښودل شوي اؤ د ترهګرۍ په ضد جګړې لپاره د ویش د جوګه محصولاتو یو فیصدي یعني 108 اربه اؤ 44 کروړه ځانګړې کړل شوې دي.

بجټ دستاویز له مخې صوبایي حکومت ته د وفاق له لوري د 1000 اؤ 212 اربه روپو ترلاسه کېدو امکان شته اؤ د ترهګرۍ په ضد د جګړې په مد کې هیله ښودل شوې چې وفاق به صوبې ته د یو فیصدي په حساب 108 اربه اؤ 44 کروړه روپۍ ورکړي.

هم دا شان د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې هم صوبې ته د 3 اربه اؤ 10 کروړه روپو د ورکول کیدو امکان ښودل شوی خو د پن بجلۍ د بقایاجاتو مد کې بیا د مرکز نه صوبې ته د 78 اربه اؤ 21 کروړه روپو امکان ښودل شوی.

په بجټ دستاویز کې ویل شوي چې صوبایي حکومت به 93 اربه اؤ 50 کروړه روپۍ له خپلو وسایلو راټولوي اؤ د ټیکسونو مد کې صوبایي حکومت ځانته د 63 اربه اؤ 19 کروړه روپو د راټولولو هدف اېښی دی.

د بجټ دستاویز ښیي چې له وفاق څخه د ضم شوؤ قبایلي ضلعو لپاره 259 اربه اؤ 91 کروړه روپو د ترلاسه کېدو امکان دی چې په دې کې به د اضافي ګرانټ په مد کې 55 اربه اؤ د ترقیاتي پنګو په مد کې 76 اربه روپۍ هم شاملې وي.

په بجټ کې د تیلو اؤ ګیس د رایلټۍ یا ګټې اؤ سرچارج په مد کې نیغ په نیغه منتقلي 42 اربه اؤ 96 کروړه روپۍ ده اؤ د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې محصولات د موجوده کال 33 اربه اؤ 10 کروړ روپۍ دي.

د خزانې وزیر ویلي چې د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې محصولات (بقایاجات) 78 اربه اؤ 21 کروړه روپۍ دي اؤ په مجموعي توګه محصولات 1212 اربه اؤ 40 لکه روپۍ دي.

د خزانې وزیر ویلي چې د این ایف سي ایوارډ لاندې د صوبه کې د ورګډو کړل شوو قبایلي ضلعو کلنۍ برخه 262 اربه روپۍ جوړیږي خو صوبې ته په دې پیسو کې یوازې 123 روپۍ ورکړل شوي دي.

هغه وویل پښتونخوا صوبه د 139 اربه روپو کلنۍ خسارې سره مخ ده اؤ هر کال صوبې ته د خپلې برخې پیسو کې لږې پیسې ورکړل کیږي.

بجټ کې په هوټلو سیلز ټیکس 6 فیصدي ته لوړ کړل شوی اؤ د ودونو په هالونو هم د فکسډ سیلز ټیکس نرخ مخې ته د راوړلو تجویز ورکړل شوی .

د خزانې وزیر ویلي چې د ځمکو یا جاییدادونو په ټیکس کې خلکو ته لویه رعایت ورکول کیږي،په کارخانو پراپرټي ټیکس د في مربع فټ په حساب سره 2.5 روپۍ دی چې د کنال په حساب 10 زره اؤ 600 روپۍ حوړیږي خو په بجټ کې ددې ټیکس د کنال پسر 10 زرو روپو ته د راکمولو وړاندیز دی.

هغه ویلي په کاروباري جایداد ټیکس د میاشتنۍ کرایې له 16 فیصدي څخه 10 فیصدي ته د راکمولو وړاندیز دی اؤ د صحت د څانګې سره په تړلو کاروبارونو هم ټیکس د 16 فیصدي نه 5 فیصده ته راکمولی شي.

هغه وویل د جاییدادونو په منتقلۍ صوبایي ټیکسونه له 6.5 فیصدي 3.5 فیصدي ته راکمولی شي اؤ ولس ته به د جاییداد په منتقلۍ ټیکس کې 3 فیصدي رعایت په لاس ورځي.

د صحت د څانګې لپاره بجټ کې 232 اربه اؤ 80 لکه روپۍ اېښودل شوي دي چې د تېر کال په پرتله دا پېسې 13 فیصدي زیاتې ښودل شوي دي.

د دوایانو اخستو لپاره بجټ کې 10 اربه اؤ 97 کروړه روبۍ اېښودل شوي دي اؤ د صحت کارډ لپاره 9 اربه روپۍ بېلې کړل شوي چې دې پیسو کې د صوبې د نورو سیمو په څېر قبایلي ضلعې هم شامل دي.

صوبه کې د امنیت د وضعې ښه کولو لپاره بجټ کې 140 اربه اؤ 62 کروړه روپۍ بېلې کړل شوي چې دا پیسې د تېرکال په پرتله 12 فیصدي زیاتې ښودل شوي.

د ولسي ښېګړې لپاره بجټ کې 8 اربه اؤ 11 کروړه روپۍ اېښودل شوي دي اؤ هم ویل شوي چې قبایلي ضلعو کې به د پناه ځایونو لپاره د تېرکال د 30 کروړو روپو په پرتله راتلونکي کال کې 60 کروړه روپۍ مصرفولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان د لاندې غوښه د ژمي د موسم مقبول خوراک بلل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG