لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان آي ایم ایف سره د پور په نوي پروګرام رسمي مذاکرات پیل کړي دي


پاکستاني مطبوعات وایي چې اسلام اباد د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره د پور د نوي درې کلن پروګرام پر سر په رسمي ډول خبرې پېل کړې دي.

د خزانې وزارت لخوا په خپور شوي میاشتني رپورټ کې ددې مذاکراتو د پېل کېدو پخلی شوی دی اؤ ویل شوي چې د آي ایم ایف د پور پروګرام د پیاوړې پالیسۍ لپاره خورا ارزښت لري .

رپورټ کې ویل شوي چې د پور له دې پروګرام سره به بهرنۍ څانګه لا پسې پیاوړې شي اؤ پاکستان کې به سرمایه ګزاري وده ومومي.

د خزانې وزارت د رپورټ له مخې د روان مالي کال په مهال ترسیلات زر، برامداتو، نیغ په نېغه بهرنۍ سرمایه ګزارۍ، د بهرنیو اسعارو ذخېرو اؤ د ایف بي ار محصولاتو کې اضافه شوې ده.

رپورټ وایي چې روان مالي کال کې د نان ټیکس امدن کې 94.8 فیصدي اضافه مخې ته راغلې ده اؤ ددې ترڅنګ د روپۍ ارزښت لوړ شوی اؤ ګراني راکمه شوې ده.

دغه رپورټ کې اټکل شوی چې په مئ میاشت کې به ګراني له 13.5 څخه نیولې تر 14.5 فیصدي پاتې شي.

د رپورټ له مخې په ترسیلات زر کې د تېر مالي کال په پرتله 3.5 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده اؤ برامدات د تېر مالي کال په پرتله 10.6 فیصده سیوا شوي دي اؤ روان مالي کال کې درامداتو کې 5.3 فیصدي کمی رامنځته شوی دی.

د خزانې وزارت رپورټ وایي چې بهرنۍ سرمایه ګزارۍ کې په تېرو لسو میاشتو کې 93.1 فیصدي اؤ د بهرنیو اسعارو ذخیره کې تر 5 اربو ډالرو اضافه شوې ده .

رپورټ زیاتوي چې پاکستاني روپۍ هم پیاوړې شوې اؤ په یو کال کې یې ارزښت 9 روپۍ لوړ شوی دی.

د خزانې وزارت د رپورټ له مخې روان مالي کال کې مالي خساره کې 26.8 فیصدي اضافه شوې اؤ ګراني له 28.2 فیصدي څخه 26 فیصدي ته راکوزه شوې ده.

تر دې وړاندې روانه میاشت خپل یو رپورټ کې آي ایم ایف په نوي مالي کال کې د پاکستان په برامداتو اؤ درامداتو کې د اضافې اټکل کړی اؤ ویلي یې دي راتلونکي مالي کال کې د پاکستان تجارتي خساره کې د 4 اربه اؤ 16 نیم کروړه ډالرو د اضافې امکان دی.

آي ایم ایف ویلي چې ددې اضافې سره د پاکستان تجارتي خساره 27 اربه، 92 کروړه اؤ 30 لکه ډالرو ته رسېدلی شي.

نړیوالې مالیاتي ادارې له مخې راتلونکي مالي کال کې د پاکستان په درامداتو کې د 5 اربه 51 کروړه اؤ70 لکه ډالرو اؤ په برامداتو کې د یو ارب 35 کروړه اؤ 20 ډالرو د اضافې امکان دی.

آی ایم ایف نوي مالي کال کې د درامداتو د حجم 60 اربه اؤ 48کروړه ډالرو پاتې کیدو اټکل کړی اؤ اندازه یې لګولې ده چې د پاکستان برامدات به 32 اربه اؤ 56 کروړه ډالر پاتې شي.

تېره اوونۍ نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د نوي مالي کال په مهال په پاکستان کې د حکومتي پورونو ریکارډ کچې ته د لوړېدو اټکل کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا پورونه تر 87 زره اربه روپو په بره تللی شي.

پاکستان روانه میاشت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه نړیوالې ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.

آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اصلاحات مخې ته راوړي اؤ خپل دولتي لګښتونه دې راکم کړي.

د آی ایم ایف د مامورینو اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ د پالیسۍ د کچې مذاکراتو کې پاکستان نړیوالې مالیاتي ادارې ته ویلي دي چې په یو کال کې به وفاقي حکومت خپل لګښتونه 300 اربه روپۍ راکموي.

په حکومتي پلان کې ویل شوي چې وفاقي وزارتونه به په نوؤ ګاډو اخستو بندیز لګولي د یو کال نه چې د 1 ګریډ نه تر 16م ګریډ کومې څوکۍ تشې پرتې دي هغه به ختمولی شي.

همدا شان آی ایم ایف ته ویل شوي چې وفاقي حکومت به صوبایي حکومتونو ته په پرمختیایي پروژو کې پیسې نه ورکوي اؤ یوازې د مهمو اؤ قامي بڼې ترقیاتي پروژو لپاره به صوبو ته وسایل ورکول کیږي.

پاکستان په نزدې وختونو کې د یو داسې سخت اقتصادي ناورین سره مخ شوی ؤ چې د اقتصادي سقوط ګنګوسې یې راپورته شوې وې خو بیا یې آی ایم ایف سره د درېوؤ اربو روپو یو لنډ مهاله د پور تړون وکړو اؤ خپل غورځېدلی اقتصاد یې یو څه راپورته کړو.

د پاکستان د خزانې وزارت وایي چې اوس یو وارې بیا پاکستان هڅه کوي چې آی ایم ایف څخه د شپږو نه نیولی تر اتوؤ اربو ډالرو د پور یو بل پروګرام تر لاسه کړي خو آي ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې خپل دولتي لګښتونه باید راکم اؤ د ټیکسونو لمن پراخه کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG