لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: فلاينګ کوچ د غره نه لوېدلی لږ‎‏ تر لږه اووه‎‏ کسان پکې مړه شوي


د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې یو فلاينګ کوچ د غره نه لاندې ژورې کندې ته لوېدلی لږ‎‏ تر لږ‎ہ اووه کسان پکې مړه شوي او پينځه نور ژوبل ‏شوي دي.‏

د ژغورنې ادارې رېسکیو ‏‎1122‎‏ تر مخه یاده پېښه د 30 مي په ماسخوتن د مالم جبې په علاقه کې شوي ده.‏

د رېسکیو ‏‎1122‎‏ سوات ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوہ ته په پېښه کې مرګ ژوبلې تايید کړ‎ې او ويې وويل کارمندانو یې د پېښې د ځای څخه شپږ‎‏ مړ‎ي ‏او شپږ‎‏ ژوبل روغتون ته منتقل کړ‎ي دي.‏

هغې زیاته کړ‎ہ په ژوبلو کې د درېو کسانو روغتیاي حالت مرګونی وو.‏

د پېښې په اړه د ملم جبې پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) جاوېد اقبال وي او اې ډيوه ته وویل په ژوبلو کې یو بل تن ژوند د لاسه ورکړ‎ی او د مړ‎و شمېره اووه ‏ته سېوا شوې ده.‏

هغه وويل، د پېښې مقدمه یې درج کړ‎ې او د ګاډي لوېدو علت تېزرفتاري او د ډرايور نه بې قابو کېدل دي.‏
د رېسکیو 1122 سوات ویاندې وويل، فلاينګ کوچ د ملم جبې نه مينګورې ته په لار وو چې د پېښې ښکار شوی دی او موقعې ته رسېدلو کارمندانو یې ‏ویلي ګاډی د ډېر لوړ‎‏ ځای نه ژورې کندې ته غورځېدلی او په بشپړ‎‏ ډول تباه شوی دی.‏

د خېبر پښتونخوا په زیاترو غرييزو سيمو کې اکثره دغه ډول ټرېفکي پېښې کيږ‎ي او مرګ ژوبلې پکې اوړ‎ي.‏

درې ورځې وړ‎اندې د سوات سرہ په پوله غریيزہ سيمه شانګله ضلعه کې یو چيپ ګادی ژورې کندې ته لوېدلی وو.‏

چارواکو ویلي وو د بېلې بابا نومې علاقه کې شوې یاده پېښه کې اته کسان مړ‎ہ شوي چې پکې درې ماشومان او څلور ښځې شاملې وې.‏

پولیس زیاتره په دغو پېښو کې ډرائوران زمه وار ګرځوي او وايي اکثرہ په غرييزو ګرانو لارو د ډرايورانو د تېزرفتارۍ ، غفلت او د حساب نه سېوا په ‏ګاډود وزن بارولو له امله کيږ‎ي.‏

خو ډراېوران بیا وایي د سړ‎کونو د خرابۍ او تنګوالي له امله د مشکلاتو سرہ مخ کيږ‎ي او د حادثو ښکار کيږ‎ي.‏

په 29 مي د بلوچستان صوبې په واشک سیمه کې یو مسافر بس د تېزرفتارۍ له کبله یوې ژورې کندې ته لوېدلی او په یادہ پېښه کې د ښځو او ماشومانو ‏په ګډون 28 تنه مړ‎ہ شوي او 24 تنه ټپيان شوي وو.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG