لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د بېټنیو مشرانو د ناامنۍ پر ضد د ټولو خېلونو ګډه قامي جرګه رابللې ده


د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعه ټانک کې د بیټنو قامي جرګې مشران وایي په سیمه کې یې ناامنۍ او پوځي عملیاتو ژوند ستونزمن کړی او د ناامنۍ مخنیوي د پاره د جون په لسمه د ټولو خېلونو لویه جرګه راغوښتل شوې ده.

د سیمې مشرانو د دغې جرګې لپاره کمپاین پیل کړی. په دغه لړ کې لومړۍ جرګه د خالي یا شنبې په ورځ د ټانک ضلعې په عمر خېل کلي کې شوې ده.

د جرګې یو غړي شېخ نصیر ویلي علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده هره ورځ پکې وژنې کیږي چې له امله یې ځايي خلک عادي ژوند نه شي کولی.

هغه وویل په وروستیو کې زیاتې احتجاجي مظاهرې او جرګې شوي اؤ وروستۍ احتجاجي مظاهره یې د فرورۍ په میاشت کې په ټانک ضلعه کې د پوځي قلعې مخې ته کړې وه او هغه وخت دوی سره د امنیت د ټینګښت ژمنه شوې وه خو په هغه ژمنه عمل نه دی شوی .

د شیخ نصیر په وینا بيټني قام ۵۰ کسیزه جرګه جوړه کړې دې جرګه د ټانک ضلعې ټولو قامونو سره د جرګو عمل روان کړی او بیا به د جون په لسمه ټانک ضلعه کې د ټولو قامونه مشترکه لویه جرګه کیږي.

هغه زیاته کړه دغلته غوښتنې نه منل کیږي او دوی به یوه ډله د ضلعې د خلکو په استازیتوب اسلام اباد او پنډی ته لیږي .

نوموړی وایي دا ډله به د پاکستان وزیراعظم ، د سپریم کورټ مشر قاضي او په راولپېنډۍ کې د پوځ مشرانو سره ویني او له دوی نه په سیمه کې د امنیت غوښتنه کوي.

جرګې ته وینا کوونکو ویلي علاقه یې د اوږدې مودې نه د پوځ او وسله والو ترمینځ د جنګ میدان جوړ شوی چې پکې عام خلک ځپل کیږي .

د جرګې مشر مولانا نقیب الله بیټنی وايي د دوی علاقه نو ګو ایریا ګرځول شوې چې تر مخه هیڅ ترقي نه لیدل کیږي او په علاقه کې هره ورځ د وسله والو او پوځ ترمینځ د ډزو تبادله کیږي.

هغه وویل په علاقه کې نه سکول شته نه هسپتال، نه د پولیس تاڼه او چې څوک په شخصي دښمنیو کې سره وژنې وکړي پولیس هلته د پلټنو د پاره نه شي تللی او د خېر ښیګړې غیر دولتي ادارو ته اجازه ورکړل کیږي چې هلته لاړې شي او د خلکو مرسته وکړي.

مولانا نقیب وویل د دوی زیاتره خلک غریبانان دي او د خپلو کورنیو ضرورتونه پوره کولو د پاره پولیس او ایف سي ځواک کې نوکرۍ کوي او اوس چې په رخصتۍ کورونو ته راځي په علاقه کې په هدفي بریدونو کې وژل کیږي.

د هغه په وینا ، کله چې په امنیتي ځواکونو برید وشي بیا د دوی علاقې ته مارټر ګولې ویشتل کېږي او د عملیاتو پرمهال عام ولس ګرفتارولی او تشدد پرې کولی شي.

ښاغلی بیټنی زیاتوي تر دې مهاله د یوې زنانه او دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان د پوځ او وسله والو ترمینځ د ډزو او مارټر ګولو په نتیجه کې وژل شوي او تر لسو نور زیات ژوبل شوي دي.

هغه وویل د جرګو له لارې یې د عملیاتو پرمهال نیول شوي په لسګونو بې ګناه کسان خوشي کړي.

د علاقې پولیس د ناامنۍ پخلی کوي خو د ټانک ضلعې د پولیسو مشر خالد اسلام ویلي په علاقه کې د پولیس ترڅنګ د پاکستان پوځ موجود دی او د ضلعې پولیس ته یې په کلکه د امنیت د ټینګښت لارښونه کړې او د خلکو د تحفظ د پاره د شپې پرمهال ګشتونه کوي .

د جرګې یو بل غړي غلام دستګیر د جرګې ګډون والو نه سوګند اخستی چې د امنیت د پاره به د علاقې ټول خلک یو ځای ودریږي او چاته به د علاقې د امنیت د خرابولو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان پوځ په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد بې توپیره عملیات کوي او د مئ په ۲۸مه یې په ټانک ضلعه کې د لسو وسله والو د وژلو دعوه کړې ده.

د پاکستان پوځ د مئ په شپږمه ویلي وؤ، پوځ، پوليس او استخباراتي ادارې هره ورځ په ملک کې د ترهګرو ضد د ‏‎100‎‏ نه زيات عمليات کوي.‏

د صوبې د حکمرانه ګوند پاکستان تحریک انصاف غړی او د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ټانک د خلکو منتخب استازی عثمان بېټنی وايي ټانک او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې بدامني شته او د دوی حکومت هڅه کوي چې د خبرو له لارې په سیمه کې امن راولي او په دې لړ کې یې کوښښونه روان دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG