په لکي مروت کې وسله والو د پولیو په ډله حمله کړې ده چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی اؤ پولیس وایي چې په ځوابي ډزو کې یې یو ترهګر هم وژلی دی.
د اتوار په ورځ د لکي مروت د ډي پي او د دفتر نه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د پولیو څاڅکو ورکوونکو ډله په بیټني سب ډويژن کې د ورګاړي تاڼې په حدودو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو په ورکولو بوخت وؤ چې په دغه مهال پرې ترهګرو ناتاره ډزې کړي.
پولیس وایي چې په دې ډزو کې د بصیر علي په نوم یو پولیس عسکر ژوبل شوی خو زیاتوي چې پولیسو دې برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي ډزو کې یې یو ترهګر وژلی دی.
پولیس زیاتوي چې د وژل شوي ترهګر د ولکې نه کلاشنکوف اؤ لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
د پېښې سره سم په ګڼ شمیر کې پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د سیمې نه په ګېرې اچولو یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
په پېښه کې ژوبل پولیس عسکر د لکي مروت ضلعي روغتون ته رسول شوی اؤ ډاکټران یې حالت له خطرې بهر ښیي.
خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې په مخصوصو ضلعو او يونين کونسلو کې د درېم جون څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه او اووه ورځنی کمپاين پيل شوی دی اؤ د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، کمپاين کې به د ملک په 66 ضلعو کې د پينځوؤ کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
د خېبرپښتونخوا (اي او سي رابطه کار او سپېشل سيکرټري صحت) عبدالباسط ويلي، پينځه ورځنی کمپاين به د صوبې په نهو ضلعو پېښور، خېبر، کوهاټ، سوات، صوابۍ، کوز دير، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې کولی شي، او باجوړ، بونېر، چارسده، بر او کوز چترال، بره دير، هنګو، هري پور، مانسهره، ملاکنډ، مردان، نوښار، کورمه او مومندو کې به د افغان کډوالو کېمپونو او افغانستان سره په پوله پرتو مخصوصو يونين کونسلو کې به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.
نوموړي زياته کړې، د پوليو کمپاين دپاره ټيمونه برابر کړل شوي او ساتنې دپاره به نزدې 26,000 پوليس په ځای کړل شوي دي.
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د پولیود مخنیوي په مامورینو اؤ د هغوي په ساتونکو بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي مامورین وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum