لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې د سکول مخې ته بمي چاودنه شوې


د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه خېبر کې د یو شخصي سکول مخې ته بمي چاودنه شوې چې پکې ددغه سکول دروازې ته زیان رسیدلی خو نوره مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا چاودنه د ګل یا دوشنبې په ورځ د لنډي کوتل په خوګا خیل سیمه کې د یو شخصي سکول مخې ته شوې ده.

سرچینې وویل چاودنه دومره زورداره وه چې ټوله سیمه یې جړقولې ده خو وایي له نیکه مرغه په دې چاودنه کې کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې اؤ یوازې د سکول ګیټ یا دروازه پکې زیانمنه شوې ده.

دا په یوه میاشت کې په قبایلي ضلو کې په سکولونو څلورم برید چې سکولونو ته پکې زیان رسیدلی دی خو ذمه واري یې هیچا پغاړه نه ده اخستې.

تر دې وړاندې د مئ په ۲۹مه افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې نامعلومه کسانو د جینکو یو هایي سکول ته اور لګولی ؤ اؤ دغه سکول یې په بشپړ ډول سوځولی ؤ.

له دغه پېښې وړاندې هم تېره میاشت په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د جینکو په سکولونو دوه بریدونه شوي وؤ چې پکې ددغو سکولونو ودانیو ته زیان رسیدلی ؤ.

څېړونکي وایي، د یو پلان له مخې د پښتنو ماشومان او په ځانګړي ډول جینکۍ د تعلیم نه لرې ساتل کیږي تر څو چې پښتانه هم داسې په تیاره کې پاتې شي او په سیمه کې یې د جنګ دا پالیسۍ دوام ومومي.

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي په تېرو وختونو کې هم چې کله په دې سیمه کې ترهګرۍ زور نیولی ؤ نو د ترهګرو وړومبی هدف په تعلیم ګزار ؤ اؤ ګڼ شمیر د جینکو سکولونه په بمونو الوځول شوي وؤ اؤ اوس یو وارې بیا دغه لړۍ چټک کېدونکې ښکاري.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي په تعلیمي ادارې د بریدونو سره ترهګرې ډلې سیمه کې د خپل قوي موجودیت پیغام ورکوي اؤ دا ویل غواړي چې که دوي غواړي نو امنیتي، ځواکونه ، تعلیمي ادارې ، بازارونه اؤ حتی هر ځای په نخښه کولی شي.

ناصر داوړ وایي تعلیم د یو قام راتلونکی جوړوي اؤ پښتنو په خاوره کې چې د ترهګرۍ کومه جګړه روانه ده دې کې وخت له سره د تعلیم په څانګه سخت ګزارونه شوي دي .

هغه وایي په شورو کې سوات کې د جینکو سکولونو ته په تګ بندیز لګول شوی ؤ، بیا په ټوله صوبه کې د جینکو سکولونه په بمونو الوځول کیدل اؤ تر ټولو سخت پیغام بیا د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګریز برید په شکل کې ؤ چې نزدې 150ماشومان پکې په ناترسۍ سره وژل شوي وؤ.

ناصر داوړ وایي په ارمي پبلک سکول له برید وروسته د ضرب عضب پوځي عملیاتو په نتیجه کې وسله والې ډلې خورې شوې اؤ یو خوا بلخوا تللې وې خو وایي اوس دغه ډلې یو وارې بیا منظم شوي اؤ خپل بریدونه یې په پوره قوت سره پیل کړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG