د خېبر پښتونخوا وزیراعلا ښاغلی علي امین ګنډا پور وایي پښتانه که له پولې دې غاړې ته دي اؤ که هغه غاړې ته نور به پرې نه ږدي چې د دوي وینه بې ځایه تویه شي.
د خالي یا شنبې په ورځ سوات کې د تحریک انصاف ګوند راجوړې شوې یوې ولسي جلسې ته په وینا کې وزیراعلا ګنډه پور ویلي د پوځ تر شا که چا اوږه په اوږه جګړه کړې ده نو هغه پښتانه دي.
خو پخپله دغه وینا کې د پوځ یا د نورو ادارو له نوم اخستو پرته وزیراعلا کنډا پور دا هم ویلي چې د ایین ماتوونکي دي واوري چا چې ایین مات کړی ، یو وخت به داسې راځي چې مونږ به د ایین ماتوونکو ته د قانون له مخې پهانسۍ یا تېزندۍ ورکوؤ.
په پاکستان کې زیاتره وخت په پوځ کلکې نیوکې کیږي چې د ایین په ماتولو سره منتخب حکومتونه نسکوروي اؤ پوځي واکمنۍ جوړوي اؤ ویل کیږي په دغه کار کې د عدلیې ملاتړ هم ترلاسه کوي خو تر اوسه د پاکستان یو پوځي واکمن هم د ایین ماتولو پسر د سزا سره نه دی مخ شوی.
د پاکستان په قانون کې د ایین سره د غدارۍ کولو سزا تیزندي ده.
هغه د چا له نوم اخستو پرته وویل "بله خبره داده چې د پاکستان ایین مات کړل شوی دی، د ادارو یا شخصیاتو په فیصلو ملک نه چلیږي بلکې ملک په ایین چلیږي"
په قبایلي اؤ نیمو قبایلي ضلعو کې د حکومت له لوري د ټیکسونو لګولو په اړوند ښاغلي علي امین ګنډا پور وویل "په خدای قسم زه د وزیراعلا په توګه اعلان کووم تر څو چې ژوندی یم هیڅوک به رانه په صوبه ټیکس ونه لګوي هغه فاټا وي اؤ که پاټا"
هغه وویل د ټيکسونو په اړه فیصله به د صوبې ولس کوي اؤ وفاق دې وړومبی مونږ ته هغه ریکارډ وښیي چې د صوبې د ټیکسونو پیسې چرته مصرفوي؟
په دې وروستیو کې په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي دي چې په سوات کې ځینې "طاقتور خلک" په چټکتیا سره قامي ځنګلونه وهي اؤ د هغې قیمتي لرګي د ملک نورو برخو ته قاچاق کوي.
وزیراعلا پخپله وینا کې وویل کوم خلک چې سوات کې ځنګلونه وهي ، ولس دې د هغوي لاسونه غوڅ کړي حکومت به یې تر شا ولاړ وي.
دې جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم وینا کړې ده اؤ هغه ویلي چط د پښتنو په وسایلو یوازې پښتانه حق لري اؤ بل څوک یې د لوټلو اؤ تالا کولو حق نه لري.
محمود خان اڅکزي وویل ، مونږ له چا خیرات یا زکات نه غواړو ، مونږ پخپلو وسیلو خپل اختیار غواړو اؤ دا خبره چې کوو نو مطلب یې دا نه دی چې ګنې پاکستان ماتول غواړو بلکې غواړو چې پښتنو ته دې د هغوي په خاوره د خپلو وسیلو اختیار ورکړل شي چې دا یې قانوني اؤ اییني حق دی.
د محمود خان اڅکزي په خبره "مونږ پوځيانو ته سلام کوؤ خو هغوي ته به د سیاست نه لاس اخستل وي "
نوموړي وویل پاکستان یوازې د پنجاب نوم نه دی ، ټولو صوبو ته به د برابرۍ په بنیاد کتل وي.
Forum