د امریکا د ولسمشرۍ په کمپاین کې، د وسلو په کنټرول باندې امریکایان سره ویشل شوي دي.
ولسمشر جو بایډن غواړي په وسلو باندې بندیز ولګوي. د هغه سیال ډانلډ ټرمپ وايي، چې بایډن په اساسي قانون کې د وسلو درلودلو حق ګواښي.
بایډن په داسې ورځ د وسلو په اړه خبرې کړي چې خپل ځوی یې د نشي توکو کارولو او په غیر قانوني توګه د وسلې درلودلو په اړه په دروغ ویلو باندې محکوم شوی.
د امریکا غږ د سکاټ سټرنز راپور تفصیل مجاهد جواد وړاندې کوي.