د پاکستان په سيند صوبه کې د اوښې څخه د پښې غوڅولو پېښې ته سخت غبرګون ويل شوی،او په ټولنيزو رسنيو بيا ګڼو کسانو ويلي، "دغه اوښ قسمتي يا بختي وو چې تعلق یې د وزيرستان سره نه وو، ګنې چا به یې د پښې په کټ کېدو نه پوسټ کولو، د نن پورې د ماينونو څخه معذوره شوو زمونږ د بچو په کټ شوو پښو څومره پوسټونه شوي دي".
شازار جېلاني په فېس بک د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين او ورسره ناستو کسانو چې پلاسټکي پښې ورته لګېدلي، عکس پوسټ کړی دی.
د سيند صوبې د سانګړ ضلعې پوليسو په 13م جون يوه مقدمه درج کړې، چې ترمخه یې د سومر بهن نومې تن د اوښې څخه نامعلومه کسانو په تبر پښه غوڅه کړې ده. د سيند صوبايي حکومت او د سانګړ څخه د پيپلز ګوند د قومې اسمبلۍ غړې شازيه مري ويلي، د اوښې څخه د پېښې غوڅولو په تور کسان نيول شوي دي.
او د سيند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجيل مېمن ويلي، چې د اوښې څخه پېښې غوڅوونکو او اوښې د مالک ترمنځ جوړ جاړی شوی خو د رياست په مدعيت کې بيا هم د پېښې مقدمه درج شوې ده. په ټولنيزو رسنيو داسې دعوې شوي چې اوښه د يو ځايي تن ده او د يو زورور سړي پټي ته اوښتې او هغه ترې بيا پښه پرې کړې ده.
ياده اوښه د درملنې دپاره کراچۍ ته منتقل کړل شوې ده.
د سي ډي آر اېس په نوم د امریکې غېر دولتي اداره چې په نړيواله کچه د افتونو په وخت مرستې رسوي او پرمختيايي کارونه کوي، پاکستان کې یې هم په سېلابونو کې د خلکو مرستې کړي، د دغه ادارې پاکستان کې د سي ډي ار اېس (بينجي) په نوم پروژې مشرې سارا جهانګير ويلي، دوی د اوښې درملنه کوي.
هغې ويلي، "د اوښې د درملنې په دوبۍ کې یې هم د اوښانو د پوهانو سره د درملنې په اړه خبره شوې ده او دوی د اوښې خيال ساتي".
په ټولنيزو رسنيو پوسټونه شوي چې په سيند صوبه کې د اوښې په پښه غوڅېدو نوټس اخستل شوی، ظلم ورته ويل شوي او درملنه یې روانه ده خو د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د ماينونو په چاودنو کې د خلکو په پښو پرې کېدواو معذوره کېدو څوک هم غږ نه پورته کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال قاضي محمد طاهر په اېکس پوسټ کړی او ويلي یې دي،
"د اوښ په پښه افسوس کوونکو، لږ وزيرستان او فاټا ته ورشئ د څومره انسانانو ځانونه او پښې ضايع شوي دي".
د اېډوکېټ راجکماري په نوم اکاونټ څخه پوسټ شوی،
"د سيند په سانګړ کې د اوښ پښه په وزيرستان کې په ځمکنو ماينونو کې د ماشومانو د ضايع شوو پښو څخه څومره زيات قدر لري".
پاکستاني جرنلسټ طارق خبیب د پرې شوو پښو د ماشومانو عکس په اېکس پوسټ کړی او ورته یې ليکلي،
"شکر دی چې دا بې زبانه اوښان نه دي، دا د وزيرستان د هغو بې شمېره ماشومانو څخه څو دي، چې پښې یې په بارودي سورنګانو کې الوتل معمول جوړ شوی دی، او کله کله د 24 کروړه بې زبانه انسانانو په وړاندې په دغو چاودنو کې د څو ګلونو ژوند هم لاړ شي، خو شکر دی دوی بې زبانه اوښان نه دي".
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او په ځانګړي توګه وزیرستان کې وخت په وخت د ماين چاودنو پېښې کيږي، اکثره پکې ښځې او ماشومان په هدف شي.
د پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د قبايلي سيمو څخه په ځمکه کې ښخو ماينونو پاکولو هم شامله وه، چې په پخوانۍ فاټا کې د پوځي عملیاتو په وخت پاتې شوي ماينونه دې پاک کړل شي.
د پي ټي اېم د شمېرو تر مخه د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې د 400 څخه زيات کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
پي ټي اېم وايي، د اولې ورځې نه د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي خو اورېدل کيږي.
خو د پاکستان د پوځ ویاند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري تېر کال ويلي وو، د قبايلي علاقو 65 فيصده برخه د بارودي سورنګانو څخه پاکه کړی شوې او د 98000 نه زيات ماينونه او بمونه ترلاسه کړی شوي او ناکاره کړی شوي دي.
Forum