لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د دوو فريقېنو ترمنځ نښتو کې د 47 کسانو د وژنو وروسته ډز بندي شوې


کورمه کې په 24مه جولايۍ د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او بيا نورو علاقو ته غځېدلې وه (فایل فوټو)
کورمه کې په 24مه جولايۍ د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او بيا نورو علاقو ته غځېدلې وه (فایل فوټو)

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې کورمه کې د دوو فريقېنو ترمنځ وسله والو نښتو کې 47 کسان وژل شوي او لږ تر لږه 177 نور ژوبل شوي دي.

د کورمې مرستيال کمشنر وايي، په سيمه کې ډز بندي شوې او د تيرې شپې راهسې يو ډز نه دی شوی.

کورمه کې په 24مه جولايۍ د بوشېرې د مدي کلي او د ډنډر علاقې د مالي خېل کلي ترمنځ د ځمکې يا جايداد په سر شخړه پيل شوې او بيا نورو علاقو ته غځېدلې وه.

د کورمې د پاړه چنار مرکزي روغتون وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، په سيمه کې روانو وسله والو نښتو په وخت روغتون ته 47 جسدونه او 177 ژوبل کسان ور وړل شوي، او دوی ټول په ډزو لګېدلي وو.

د روغتون ترمخه دا وخت هم په روغتون کې د 23 ژوبلو کسانو درملنه روانه ده او نن سهار شپږ سخت ټپيان پېښور ته منتقل کړل شوي دي.

د کورمې مرستیال کمشنر جاوېدالله مسيد وي او اې ډيوه ته په نښتو کې د 40 کسانو وژنې تاييد کړي دي.

نوموړي ویلي، په 28مه جولايۍ بوشېرې او ډنډر کې ډز بندي شوې او اوس په ټوله علاقه کې ډز بندي ده، د تېرې شپې راهسې يو ډز هم نه دی شوی.

هغه زياته کړې، د فريقېنو څخه 93 مورچې خالي کړل شوي او امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د مرستیال کمشنر په خبره، د پاړه چنار او سدې بازارونه خلاص کړل شوي، خو ټول سړکونه د امنيت له امله نه دي پرانستل شوي، او د ضرورت د څيزونو څو ټرکونه علاقې ته پرېښودل شوي دي.

نوموړي ویلي، نن به حالات معمول ته راشي او د سبا نه به د افغانستان سره د خرلاچي لاره هم پرانستل شي.

هغه دا هم ويلي، د شخړې د هوارولو دپاره د هنګو او کوهاټ سره د ځايي مشرانو جرګه روانه ده او حتمي فيصله به جرګه کوي

.

د سيمې نه يو ځايي خبريال ناصر حسېن وي او اې ډيوه ته ویلي، د بېګا شپې راهسې ډزې نه دي شوي خو په علاقه کې انټرنېټ تراوسه بند دی او لارې تړلې پرتې دي.

هغه زياته کړې، خلک لا هم په ويره کې دی، او په علاقه کې د خوراکی توکيو او دوايانو کمی جوړ شوی دی.

د کورمې په اړه د خېبرپښتونخوا حکومت تازه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو درې ورځې وړاندې وزيراعلا علي امين ګنډاپور د جايداد په سر د دوو فريقېنو ترمنځ نښتو کې په وژنو نوټس اخستی وو.

هغه ويلي وو، ضلعې انتظامیې او پوليسو ته یې د فريقېنو ترمنځ په ډز بندۍ کولو کې د کردار ادا کولو لارښوونه کړې او چاته دې د قانون په لاس کې اخستو او امنيت خرابولو اجازه ور نه کړل شي.

علي امين ګنډاپور ويلي وو، د فريقېنو ترمنځ شخړه دې د قبايلي رواياتو ترمخه د جرګې د لارې هواره کړل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG