لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې امن پاڅون او کاربنديز شوی


پاڅون کې د سيمې سياسي، قامي مشران، تاجران او عام خلک راټول شوي، د امن په حق کې، او د ناامنۍ او پوځي عملياتو ضد نعرې یې وهلې.
پاڅون کې د سيمې سياسي، قامي مشران، تاجران او عام خلک راټول شوي، د امن په حق کې، او د ناامنۍ او پوځي عملياتو ضد نعرې یې وهلې.

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعه کې نن په 30مه جولايۍ امن پاڅون او کاربنديز شوی دی.

د سيمې سياسي، قامي مشران، تاجران او عام خلک راټول شوي، د امن په حق کې، او د ناامنۍ او پوځي عملياتو ضد نعرې یې وهلې.

پاڅون کې په ګڼ شمېر کې خلک راټول شوي او د پاڅون يو ګډون د عوامي نيشنل ګوند ځايي مشر مولانا خانزېب وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، باجوړ کې د زرګونو په شمېره کې خلک د امن پاڅون په نوم راوتلي بازارونه بند دي.

هغه وويل، "خلک د افغانستان سره د ناوه پاس، لېټۍ او غاخي کنډاو چې د شلو کالو راهسې بند دي د هغې د ازادېدو دپاره راوتلي دي".

هغه زياته کړه، "د ولسو غوښتنه دا ده چې مونږ دلته امن غواړو او د امن سره ژوند غواړو او د رياست نه یې غواړو، او د هغې سره سره د امن پاڅونونه او پرلتونه د دې دپاره چې په ولس کې سياسي بيداري راشي".

هغه وویل، "رياست دې دا پرامنه غږونه واوري او که نه یې اوري، بيا به د پښتنو سترې جرګې کيږي، قامي جرګې به کيږي".

مولانا خانزېب زیاته کړه، دا امن پاڅونونه د بلوڅو په خاوره هم دي او د پښتنو په خاوره هم دي، پکار ده چې د بلوڅو او پښتنو مسلې رياست حل کړي، ولسونه نور ستړي شوي دي.

هغه وویل، "دا پاڅونونه د تېر وخت د پوځي اپرېشنونو خلاف رېفرنډم دی هغو پوځي اپرېشنونو مونږ تباه کړي وو، د توپونو ټېنکونو سره بد امني ختمه نه شوه، مونږ غواړو دا چې د پاکستان او افغانستان په مينځ کې دې پراخه ډايلاګ/ خبرې وشي، سياسي مکالمه دې وشي دا لانجه رياستونو جوړه کړې، قامونه نه دي ککړ په دې کې، قامونه دې کډوال نه شي، ولس په دې جګړه کې فريق نه دی".

خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهسې د امن پاڅونونو لړۍ دوام لري.

د باجوړ دا تازه امن پاڅون په داسې وخت کې شوی چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

خېبرپښتونخوا کې سياسي ګوندونو د عزم استحکام عملياتو مخالفت کړی او بيا په 22مه جولايۍ د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري په يوه خبری غونډه کې د عزم استحکام عملياتو په اړه ويلي وو، "عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي".

د باجوړ امن پاڅون کې ګډون وال د پاکستان پيپلز ګوند ځايي مشر اخوندزاده چټان وي او اې ډيوه ته وويل، په ټوله پښتونخوا کې پښتانه راوځي او امن پاڅونونه کوي

.

هغه وويل، "د دې امن پاڅونونو د لارې خلک رياست ته، او هغو خلکو ته څوک چې په دې خاوره باندې جنګ غواړي او د چا چې په دې جنګ کې ګټې دي، هغوی ته دا پېغام ورکول غواړي چې مونږ د جنګ سره نه يو، مونږ د امن سره يو او مونږ په دې خپله خاوره امن غواړو، ستاسو چې کومې د جنګ پاليسيانې دې هغه ختمې کړئ، دې خاورې ته د امن، تجارت او خوشالۍ منصوبې راوړئ".

12 ورځ وړاندې باجوړ کې امن جرګه شوې او جرګې د نننۍ ورځې د امن پاڅون او کاربندیز اعلان کړی وو.

د جرګې وروسته يو ځايي مشر ملک ګل کريم خان مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو، پاڅون به یې د دوی سره کېدونکي ظلم، قتل عام، چاودنو او هدفي وژنو خلاف وي.

د روانې میاشتې په 19مه نېټه بنو کې د امن مارچ په نوم لاريون شوی، په دغه ورځ بيا د ډزو پېښه شوې، يو تن پکې وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د يادې پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی او حکومت ته یې 16 غوښتنې وړاندې کړې وې.

په 15مه جولايۍ بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګی بريد شوی او بيا لس تنه بريد کوونکي چاوڼۍ ته ننوتلي وو، د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس سره ترهګر وژل شوي وو، د پوځ وياند ویلي وو په نښته کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي وو.

د پرلت په غوښتنو د صوبايي حکومت د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او وزيراعلا علي امين ګنډاپور بيا په 26مه جولايۍ د بنو پرلت ته په وينا کې ويلي وو، دا شپاړس واړه غوښتنې منل شوي دي.

هغه ويلي وو، د وزیراعلا په توګه اعلان کوي چې صوبه کې به هیڅ پوځي اپریشن نه وشي.

ګنډاپور ويلي وو، نورې به "مونږ خپلې فیصلې پخپله کوو او هیڅوک به پرې نه ږدو چې په مونږ خپلې فیصلې مسلط کړي".

په 26مه جولايۍ د جنوبي وزیرستان په واڼه کې هم په زرګونو خلکو د ناامنۍ په ضد ولسي پاڅون او کاربندیز کړی او ویلي یې وو دوی به نور په یو صورت هم پخپله خاوره کې اپرېشنونه، ترهګري او ناامني ونه مني.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG