لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل په جنوبي لبنان کې په هوايي بريد کې حزب الله په نخښه کړی، څلور تنه یې وژلي



د لبنان د صحت وزارت ویلي، اسرايلي ځواکونو نن د نهې/ سه شنبې په ورځ جنوبي لبنان کې هوايي بريد کړی څلور تنه یې وژلي دي.


د اسرايل پوځ ويلي، نباتيې کې د حزب الله وسله وال په هدف کړي، او حزب الله ويلي، په اسرايل یې نېغ ډرون داغلی دی.


دا د اسرايل او حزب الله ترمنځ په پوله تازه نښته ده، او غزه کې د اسرايل او حماس ترمنځ جګړه سېوا شوې ده، په داسې وخت کې چې نړيواله ورورولي په سیمه کې د شخړې سېوا کېدو د مخنيوي دپاره کار کوي.


دا اندېښنې وروسته له هغې ترينګلې شوي، چې تيره اوونۍ اسرايل په بيروت کې د حزب الله کمانډر وژلی او په تهران کې په يو بريد کې د حماس سياسي مشر وژل شوی دی، ايران د حماس د مشر وژنې تور په اسرايل لګولی دی.


د يورپي يونين د بهرنيو چارو پاليسي مشر جوزپ بوريل نن د نهې په ورځ ويلي، "په منځني ختيځ کې کړکېچ سېوا کيږي، او د نامعلوه جګړې تناسب ته یې اړوي، مونږ ټول بايد د يوې بلې تباهۍ مخه ونيسو".


جنوبي کوريا بل هيواد دی چې نن یې خپلو وګړو ته د اسرايل او لبنان څخه زر تر زره وتلو ويلي دي.


پينټاګون ويلي، د امريکې د دفاع وزير لوېډ اسټين او د اسرايل د دفاع وزير يوو ګېلنټ د ګل/دوشنبې په ورځ د سيمې په حالاتو غږېدلي، او اسټين د ايران ملاتړې حزب الله د پراکسي خطرو ته په کتو د اسرايل د امنيت دپاره د امریکې ژمنه تکرار کړې ده.


د پينټاګون وياند مېجر جنرل پېټ رايډر ويلي، اسټين او ګېلنټ په دې سلا شوي چې د ګل په ورځ لويدیځ عراق کې په امريکايي پوځ د ايران ملاتړې ملېشې حمله په سيمه کې د ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ د خطرې څرګندونه کوي.


د امریکې د دفاع چارواکو وي او اې ته ويلي، په بريد کې څو امریکايي کار کوونکي ژوبل شوي دي.


د اسرايل پوځ د نهې په ورځ ويلي، ځواکونه یې په مينځنۍ او جنوبي غزه کې عمليات کوي، په جېنين او ويسټ بېنک کې یې هوايي بريدونه کړي دي.


د فلسطين د صحت وزارت ویلي، په هوايي بريد کې یې څلور تنه وژل شوي، او د اسرايل د ويسټ بېنک په عقابه کلي کې بريد کې څلور نور تنه وژل شوي دي.


اسرايل د اووم اکتوبر د ترهګر بريد د بدل اخستو دپاره د حماس تباه کولو ژمنه کړې ده، د حماس په بريد کې 1200 تنه وژل شوي او 250 یې يرغمل کړي وو. په غزه کې د صحت د وزارت ترمخه، د اسرايل په ځوابي عملياتو کې په غزه کې 39,650 کسان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي، اسرايل وايي په وژل شوو کې د زرګونو په شمېره کې د حماس جنګيالي هم شامل دي.
( د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG