د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د ملت پاله سياسي ګوندونو سره په ګډه تاجر تنظيمونو د 23 ورځني ځنډ وروسته يو ځل بيا پرلت پيل کړ. پرلت ته یې مشرانو په ويناو کې وويل، چې د چمن پولې نه د شناختي كارډ او تذكرې په بنياد د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تګ راتګ په اړه شوې وعدې نه دي پوره كړی شوي.
د دوی په وينا، ځکه دوی بيا پرلت پيل کړو او سبا د پاکستان د ازادۍ په ورځ به دوی د توﺭو بيرغونو سره پراخه لاﺭيون کوي.
خو د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯير مير ضيا لانګو ویلي، حکومت پر چمن پوله د خواﺭیکښو لپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ برابرولو په کاﺭ بوخت دی خو وایي بې له پاسپوﺭټ هيچاته د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه ورکوي.
د نوي پرلت کمېټۍ وياند صادق اڅکزي وویل، د دوی د قېد پر وخت ورسره ژمنه وشوه چې پر چمن دﺭواﺯه باندې تګ ﺭاتګ به په شناختي کارډ او تذکره وي خو وایي ژمنې ورسره نه دي پوره شوي.
صادق اڅکزي وويل د پاکستان د پوځ اعلا چاﺭواکو ورسره خبرې وکړې او غوښتنې یې ومنلې او 23 وﺭځې مخکې یې په دوی د اوږدې مودې پرلت ختم کړ خو اوس بيا عادي خلکو ته له تړون سره سم پاکستاني چاﺭواکي پر پوله د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه ورکوي.
" موږ د پاکستان او افغانستان تر منځ په 90 کيلوميټره څلوﺭ اړخه حدود کې د خلقو تګ او ﺭاتګ پر شناخت کاﺭډ او تذکيره غواړو چې په دغه کې قلعه عبدالله چمن او سپين بولدک تخته پل پوﺭې منطقه ده ﺯموږ بله هيچ داسې غوښتنه نه ده چي د حکومتي پاليسۍ سره متصادم وي د پاکستان حکومت دې د دغو سيمو خلکو لپاﺭه د پاسپوﺭټ شرط واپس واخلې
. "
له دې وړاندې به له چمن ښاره هره ورځ په زرګونو کارګر او کوچني سوداګر له افغانستان سرحدي بازارونو ته په پاکستاني شناختي کارډ او له چمن سره څېرمه د افغانستان د سرحدي سیمو خلک په افغان تذکره پاکستان ته تګ راتګ کولو.
خو د تېر کال په اکتوبر کې لنډمهاله حکومت له افغانستان سره پر پوله د پاسپورټ شرط نافذ کړی او د دې پرېکړې پر ضد د تېر کال د اکتوبر له 20مې د روان کال د جولای تر 21مې په چمن ښار کې نهه میاشتنی اوږد احتجاجي پرلت شوی وو.
د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯير مير ضياء لانګوڅو وﺭځې وړاندې ﺭسنیو ته ويلي وو چې پاکستان به د افغانستان سره تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ ويزه د پرېکړې څخه پر شا نه شي.
لانګو ویلي وو پر چمن پوله د خواﺭیکښو لپاﺭه حکومت د ﺭوﺯګاﺭ بندوبست کوي او یواځې رجسټر شوي خواﺭیکښ به اجازه ولري چې وېش منډۍ [سرحدي بازار] ته لاړ شي.
خو د پرلت کميټۍ يوهمشرغوث الله اڅکزی چې د خواﺭيکښو د تنظيم مشرهم دی، وايي چې پرلت شروع کولو سره به سبا د پاکستان د اﺯادۍ په وﺭځ د توﺭو جهنډو سره احتجاجې لاﺭيون هم کوي.
"موږ دوباﺭه پرلت ته په دې مجبوﺭه شو چې ﺯموږ سره کومه وعده شوې وه پر هغه نه وﺭدﺭيدل نن موږ پرلت شروع کړو پر سړک کښيناستو نن 13م اګست دی سبا 14م اګست به د پاکستان اولس خوشحالۍ کوي موږ به په لاسونو کې توﺭې جهنډي نيولې احتجاجې لاﺭيون به کوو".
د جولای پر 21مه د کورنیو چارو پخواني لنډ مهال وزیر ملک عنایت الله کاسي چې د حکومت او پرلت د مشرانو تر منځ یې منځګړتوب کاوه د خبرو اترو په نتیجه کې یې ويلي وو د لاریون ټولې غوښتنې منل شوې دي.
خوپه چمن کې د ملېشه ځواکونو وياند ویلي، له حکومت سره په خبرو کې پرلت کمېټۍ پريکړه کړې ده چې یواځې د چمن ځایي رجسټر شوي خواﺭيکښ په شناختي کارډ د افغانستان وېش منډې ته د تګ اجازه لري او افغان خواﺭیکښ به یواځې د «باب دوستي» سره ټیکسي سټېنډ ته د راتلو اجازه ولري.
خو اوس افغان سرحدي چارواکي د چمن په پوله د دغه کاﺭ په مخکې خنډ جوړ شوي او وایي پر حکومتي کچه دې له دوی سره خبرې وشي او د خلکو د تګ ﺭاتګ لپاره دې يوه منظمه تګلاره جوړه کړل چې پوله بيا بنده نه شي.
مخکې د نهه مياشتې مسلسل احتجاجي پرلت له امله نه یواځې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت بلکې د افغانستان ټرانزیټ تجارت هم سخت متاثره شوی وو.
Forum