لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: د افغان کډوالو بيرته لېږلو دويم پړاو زر پيلوو


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي ويلي دي چې د پاکستان نه به افغانستان ته د افغان مهاجرينو/ کډوالو د بيرته لېږلو دویم پړاو ډېر ژر پیل شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د محسن نقوي له قوله دغه خبره د کورنيو چارو وزارت په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې کړې ده.

خو په دغه اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی چې د افغان کډوالو بيرته لېږلو پړاو به د کومې میاشتې يا کومې نېټې څخه پيل کولی شي.

د کورنيو چارو وزارت ویلي، محسن نقوي د برتانيې سفر کړی، او د برتانيې د بهرنيو چارو وزير مملکت همېش فالکنر سره یې ليدلي او په دوه اړخيزه چارو یې ورسره خبرې کړي دي.

ويل شوي، په ليدنه کې د نورو موضوعاتو سره په سيمه کې د امن او ثبات ترڅنګ په ترهګرۍ هم خبرې شوي دي.

محسن نقوي ويلي، "پاکستان د ترهګرۍ څخه تر ټولو زيات اغېزمن ملک دی، او د پاکستان امنيتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد جګړه کې بې ساری قربانۍ ورکړي دي."

پاکستاني چارواکي د اوږدې مودې نه په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

د پاکستان حکومت د 2023م کال د نومبر له لومړۍ راهيسې له هېواده په زوره د بې اسناده افغانانو د ايستلو لړۍ پيل کړې چې لا هم دوام لري.

افغانستان کې واکمنو طالبانو، د بشري حقونو نړيوالو فعالو د پاکستان دغه پرېکړه غندلې چې افغان کډوال بيرته ليږي.

هاغه وخت اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي وو، "د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته لېږل به ښځې او جينکۍ د ځانګړې خطرې سره مخامخ ‏کړي، ځکه په زوره د دوی بيرته ستنول به دوی د تعليم، کار روزګار، ګرځېدو د حقونو څخه محرومه او تشدد د خطرو سره مخامخ کړي".

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یو این ایچ سي آر او د پاکستان حکومت وايي اسلام اباد تر دې مهاله تر پینځه لکه زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي په پاکستان کې 1.4 ميلينه رجسټر افغان کډوال ژوند کوي او شاوخوا همدومره شمېر نور نارجسټر افغانان په دې هیواد کې مېشت دي.

د تېرې مياشتې جولايۍ په لسمه د پاکستان حکومت څه باندې 1.3 میلینه افغان کډوالو ته پاکستان کې په قانوني توګه د اوسېدو دپاره په دغه هيواد کې د پاتې کېدو موده د یو بل کال لپاره غځولې، او هغه خبر یې رد کړی وو چې ګواکې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ یې ځنډولې ده.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر په يو بيان کې ويلي وو، د کابينې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو د رجسټرېشن یا پي او آر کارډونو د منل کېدو د مودې منظوري د راروان 2025م کال د جون تر 30مې پورې ورکړل شوې چې په قانوني توګه په دې هیواد کې اوسیږي.

د بیان له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره رجسټر د پي او آر کارډ لرونکو کډوالو کورنۍ کولای شي د علاج، تعلیم او بېنک اکاونټونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري او افغانستان ته په جبري توګه ونه شړل شي.

هم تېره میاشت د پاکستان د سېفران وزیر په اسلام اباد کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سفیر سره لیدلي او ټينګار يې کړی وو، چې "افغانستان دې پاکستان کې مېشتو خپلو وګړو دپاره د اوږدوې مودې حل ولټوي او د دوی بيرته ستنولو ته دې پاملرنه وکړي".

د تېرې مياشتې په وروستيو کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ترهګرۍ غندنه کوي او دغه ترهګرۍ د قبلولو نه ده.

د شهباز شريف په خبره، "دا څنګه ممکنه ده چې مونږ بغېر د کوم شکايت د دوی د ميلينونو خلکو (افغان کډوالو) مېلمستيا کوو، مونږ یې د وروڼو په څېر ګڼو کله مو بوج نه دي ګرځولي، خو په بدل کې یې په مونږ د ټي ټي پي بريدونه کيږي، زمونږ ملکي وګړي پکې وژل کيږي، د ملک امنيت او کاروبار اغېزمنوي، دا د قبلولو وړ نه دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG