د پاکستان امنيتي ادارو په اډياله زندان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د سهولت کارۍ په تور شپږ نور ملازمين نيولي او پلټنې یې ترې پيل کړي دي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، په نیول شوو کې درې تنه ښځې هم شامل دي، او امنيتي ادارو د نيول شوو کسانو نه موبايلې اخستې دي.
ويل شوي، دغه کسان د سي سي ټي وي کېمرو په مرسته نيول شوي، چې پکې درې اهلکار، دوه د وارډ ښځې کارمندې او يو سويپر شامل دي.
د جېل سرچينو له قوله ویل شوي، نيول شوو ښځينه کارمندانو به د عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بی بي ترمنځ خبرې وړې راوړې.
سرچينو زياته کړې، دغه شپږ سره کسان د مرستيال جېل سپرنټنډنټ محمد اکرام او اسټنټ سپرنټنډنټ بلال چې وړاندې نيول شوي، د هغو څخه د تفتيش په نتيجه کې نيول شوي دي.
ويل شوي، د اډیاله زندان د بنديانو د څارنې دپاره دپاره نفري سېوا کړل شوې ده.
په 15م اګست د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ د جېل د مرستيال سپرنټنډنټ محمد اکرام د نیولو ويلي وو، او دعوه یې کړې وه هغه په زندان کې د عمران خان د سهولت کارۍ په تور نيول کې نیول شوی وو.
عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي په اډياله زندان کې بندي دي.
ويل شوي وو، محمد اکرم د جون په 20مه نېټه د خپلې څوکۍ څخه لرې کړل شوی وو، هغه ته لاهور ته د تلو ويل شوي خو بيا هم د اډياله زندان په کالونۍ کې اوسېدلو.
ویل شوي، محمد اکرم د تیرو 18 کالو راهسې په اډیاله زندان کې په ډيوټۍ وو، او د مختلفو سياسي شخصیتونو سره یې نزدې اړيکې وې.
Forum