لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پنجاب صوبې 12 پوليس د ډاکوانو په بريد کې وژل شوي، اووه نور ژوبل 


د پاکستان د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ضلعه کې ډاکوانو د پوليس په قافله بريد کړی، لږ تر لږه 12 پولیس یې وژلي او اووه نور ژوبل کړي دي.

د رحيم يار خان ضلعې د بهاولپور ريجن پوليسو مشر رای بابر سعيد مخکې د 11 پوليسو وژنه تاييد کړې وه، خو په اتو ژوبلو پولیسو کې یو بل هم د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې او د وژل شویو شمېر 12 شوی دی.

د پنجاب پوليسو ويلي، پرون په 22م اګست ناوخته د رحيم يار خان په کچه ماچکه علاقه کې د پوليسو په ګاډو ډاکوانو د راکټ لانچرو د لارې حمله کړې، او وژلي يې دي.

ويل شوي، پېښه کې ژوبل پوليس روغتون ته منتقل کړل شوي دي.

د پنجاب او سيند سره د بلوچستان په پوله لګېدلې کچه علاقه کې وخت په وخت په پوليسو د بريدونو او د پوليس لخوا د ډاکوانو پرضد د عملياتو کولو خبرونه مخې ته راځي، خو دا په وروستيو کې تر ټولو غټ خونړی بريد ګڼل کيږي چې په دومره ډېره شمېره کې پکې پوليس وژل شوي دي.

د پنجاب صوبې وزيراعلا مريم نواز په پېښه افسوس څرګند کړی او ويلي یې دي د دې ځواب به پرې نه ږدي.

هغې په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې ویلي، سيمې ته یې د هوم سيکرټري او آی جي او سي ټي ډي ليږلي او ښکاره لارښوونه ورته شوې چې د دغو ډاکوانو پرضد پرېکنده عمليات وکړل شي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شريف او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په پوليسو بريد غندلی او د کچې په علاقه کې یې په جرمونو کې د ککړو کسانو پرضد د سختې کارروايۍ ويلي دي.

تېر د جولايۍ د میاشتې په سر او وروستيو کې هم د ډاکوانو په بريد او نښته کې د يو پوليس افسر (اېس اېچ او) په ګډون څلور پوليس اهلکار وژل شوي او پوليسو د څلورو ډاکوانو د وژلو دعوه هم کړې وه.

هغه وخت ويل شوي وو، هم په دغه مهال بله پېښه کې د بهونګ کچه په علاقه کې ډاکوګانو د شپې په وخت پوليس پوسته بريد کړی، درې اهلکار یې وژلي وو.

له دغې وړاندې د جولایۍ په سر کې د پاکستان د سیند صوبې پوليسو ويلي وو، د کشمور ضلعې په کندکوټ سيمه کې ډاکوانو د پوليسو په څوکۍ بريد کړی، دوه پوليس اهلکار یې وژلي او ‏بريد کې د درېو نورو پوليسو ژوبلېدو خبر هم ورکړل شوی وو.

د سيند صوبې کشمور، شکار پور او جيکب اباد سره خواوشا علاقې تر د پنجاب د راجن پور او رحیم یار خان سيمې او بلوچستان سره لګېدلې پولې ‏پورې، د کچې په ‏علاقه کې راځي.

په دغو علاقو کې وخت په وخت د کچې د ډاکوګانو يا غلو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو، په هغوی د تشدد د ‏ويډيوګانو په ټولنيزو ‏خپرېدو او پوليس عملياتو خبرونه مخې ته راځي.‏

په ياده سيمه کې وخت په وخت د ډاکوانو پرضد عملیات هم شوي خو د ځايي خلکو په وينا ډاکوان اوس هم په سيمه کې موجود او فعاليتونه لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG