لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: بلوچستان کې ناامني د سي پېک لاندې د چين پانګونو ته غټ ګواښ دی


چين دا وخت د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د منصوبې سي پېک لاندې د توانايۍ په بېلابېلو منصوبو د 28 اربه ډالرو په لګښت کار کوي چې پکې په بلوچستان حب او ګوادر کې د سکرو څخه د بجلۍ پيدا کولو منصوبې شاملې دي. (فایل فوټو)
چين دا وخت د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د منصوبې سي پېک لاندې د توانايۍ په بېلابېلو منصوبو د 28 اربه ډالرو په لګښت کار کوي چې پکې په بلوچستان حب او ګوادر کې د سکرو څخه د بجلۍ پيدا کولو منصوبې شاملې دي. (فایل فوټو)

د امنیتي چارو کار پوهانو د بدامنۍ ښکار د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د تشدد او ناامنۍ په وروستيو پېښو ژورې اندېښنې څرګندې کړي، او دا یې په بلوچستان صوبه کې د سي پېک لاندې د چين پانګونو ته ستر او جدي ګواښ بللی دی.

د پاکستان وزير اعظم شهباز هم بلوچستان کې د بلوڅ وسله والو دا لوی او مربوطې حملې د سي پېک لاندې د ترقياتي پروژو د ودرولو هڅه ګرځولې ده.

چين دا وخت د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د منصوبې سي پېک لاندې د توانايۍ په بېلابېلو منصوبو د 28 اربه ډالرو په لګښت کار کوي چې پکې په بلوچستان حب او ګوادر کې د سکرو څخه د بجلۍ پيدا کولو منصوبې شاملې دي.

پوهان وايي د چين لپاره په پاکستان او په ځانګړي توګه بلوچستان کې امنيت لوي چېلنج دی.

د توانايۍ او سي پېک د چارو کارپوه ډاکټر خالد وليد وايي، "د يو هيواد په بل ملک کې تر ټولو لويه سرمایه کاري د انساني ژوند په شکل کې وي او د چين يا نورو هيوادونو څخه دلته د راغلو کار کونکو ژوند که په خطر کې وي نو هغوي به چري هم په دې ملک کې سرمايه کاري ونه کړي".

تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د بلوڅ وسله والو لخوا شوو خونړي بريدونو يو ځل بيا په حکومت چارواکو کې د چينايي منصوبو د حفاظت په اړه اندېښنې سېوا کړي دي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف نن د نهې په ورځ د وفاقي کابينې غونډې ته ويلي چې د هيواد د دښمنانو سره به هيڅ خبره نه کيږي.

د کابينې غونډې په وينا کې نوموړي وویل ترهګر د پاکستان او چین ترمنځ فاصلې پيدا کول غواړي.

د امنیتي چارو څيړونکي وايي، چين په بلوچستان کې لويه سرمايه کاري کړې ده او پکار وه چې د بلوچستان د ولس په سترګو کې د چين يو ښه انځور جوړ شوی وی او زیاتوي د بلوچستان د کشالې پوځي حل ممکن نه دی.

د امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان وايي، "مسله دا ده چې بلوچستان مونږ په مجموعي توګه له پامه غورځولی دی، هلته هر حکومت لنډ مهاله پاليسيانې راوړي، هلته چې رياست د کومو سياستمدارانو په سر لاس ايښودی دی هغوي په خپلو خلكو کې ژرړې نه لري".

بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله والې ډلې بلوچستان لبرېشن ارمي يا بي اېل اې د پرونو بريدونو ذمه واري منلې ده.

دا ډله چې امريکا هم د ترهګرو ډلو په فهرست کې اچولې ده، له پاکستانه د جلا کېدو لپاره د کلونو راهیسې وسله واله جګړه کوي، د پاکستان حکومت هم بلوچستان لبریشن ارمي د لاقانونه ګرځول شوو ډلو په نوملړ کې اچولې ده.

سږ کال د مارچ په میاشت کې د خېبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجنيرانو ځانمرګي برید شوې، چې پينځه چينايي وګړي او يو پاکستاني ډرايور پکې وژل شوي وو.

د بريد وروسته چين پاکستان کې د خپلو وګړو په تحفظ ژورې اندېښنې ښکاره کړې وې او د پاکستان له حکومته يې غوښتنه کړې وه چې د چين د وګړي تحفظ باوري کړي.

د امنیتي چارو پوهان وايي، په بلوچستان کې د وسله والو مخ په زیاتیدونکې حملې د سي پېک او د بلوچستان دننه نورو پرمختيايي پروژو ته د لوی ګواښ په سترګه ګوري.

ګل داد، امنیتي چارو کارپوه ګل داد وايي، "چين غواړي چې په پاکستان کې د سي پېک لاندې ټولې منصوبې سرته ورسوي او دا کامياب کړي او دې ته چې کوم ګواښونه دي هغه ختم کړل شي".

په بلوچستان کې وسله وال بريدونه په داسې وخت کې شوي چې د چين د پيپلز لبرېشن ارمي مشر جنرل لي چياو منګ د پاکستان سفر کړی او وزیر اعظم شهباز شريف او د پوځ د سرلښکر جنرال عاصم منير سره يې ليدلي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي د خبر ترمخه، جنرل لي ويلي چين پاکستان ته په خپلو اړیکو کې لومړيتوب ورکوي او د دواړو هېوادونو د پوځ د توان سېوا کولو او پاکستان سره د مرستو پراخولو په لړ کې د چين لبرېشن ارمي ژمنه ده.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG