لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيند صوبې په ګوټکي ضلعه کې بل خبريال په ډزو وژل شوی


پاکستان کې سږ کال د نننۍ پېښې نه وړاندې اته خبريالان وژل شوي دي. (فایل فوټو)
پاکستان کې سږ کال د نننۍ پېښې نه وړاندې اته خبريالان وژل شوي دي. (فایل فوټو)

د پاکستان د سيند صوبې په ګوټکي ضلعه کې بل خبريال په ډزو وژل شوی، د خبريالانو تنظيمونو ياده پېښه غندلې، د صوبايي حکومت نه یې په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

صوبايي حکومت د پېښې نوټس اخستی او پوليسو ته یې په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو لارښوونه یې کړې ده.

د سيند صوبې په ګوټکي ضلعه کې سږ کال د خبريال وژنې دا دویمه پېښه ده. له دې وړاندې د مې په میاشت کې بل خبریال نصرالله ګډاني وژل شوی او د هغه د وژنې مقدمه بيا د قامي اسمبلۍ د غړي خالد لونډ او د هغو د بچو پرضد درج کړل شوې وه.

د ګوټکي ضلعې د خبريالانو د اتحاديې مشر ملک اسلم وي او اې ډيوه ته وويل، نن د 27م اګست په سهار د ځايي سيندۍ ژبې اواز ټي وي خبريال بچل ګهنيو د کور مخې ته په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل، په 2022م کې د بشير په نوم يو ځايي تن په وژل شوي خبريال تور لګولی وو، چې خبريال پوليسو ته دغه تن د ډاکو په نوم معرفي کړی، بيا په دغه شخړه کې روغه شوې، خو بشير نومې تن بيا خودکشي کړې او نن د وژل شوي خبریال کورنۍ ويلي، چې د بشير د کور خلک ورغلی او خبريال بچل ګهنيو یې په ډزو وژلی دی.

ملک اسلم وويل، تراوسه پورې د خبريال د وژنې مقدمه نه ده درج کړل شوې، د کورنۍ د مشورې وروسته به یې مقدمه درج کړل شي.

په سيند صوبه کې د خبريالانو تنظيمونو د خبریال د وژنې غندنه کړې او ويلي يې دي په سيند صوبه کې پرله پسې د خبريالانو د ځورولو، د هغو پرضد د مقدمو درج کولو او وژنو ترحده پېښې کيږي او په دغو پېښو کې ککړ کسان نه نيول کيږي.

د خبريالانو تنظيمونه وايي، که په وړاندينو پېښو کې ککړ کسان نيول شوی او سزاګانې ورته ورکړل شوی، نوې پېښې به نه کېدې.

خو د سيند صوبې وزيراعلا مرادعلي شاه په ګوټکي کې د خبريال د وژنې د پېښې نوټس اخستی او ويلي یې دي، هغه د کچې د ډاکوانو په حمله کې وژل شوی دی.

وزيراعلا د بچل ګهنيو په وژنه کې د ککړو کسانو نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو لارښوونه کړې ده.

نوموړي ويلي، د کچې د ډاکوانو پرضد دې اپرېش نور تند کړل شي.

پاکستان کې سږ کال د نننۍ پېښې نه وړاندې اته خبريالان وژل شوي دي.

د خبريال د وژنې وروستۍ پېښه د جولايۍ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلعه کې شوې، نامعلومو وسله والو خبريال حسن زېب په ډزو وژلی وو.

د جون په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلعه کې خبريال خليل جبران او له دغې وړاندې د مې په مياشت کې د سيند صوبې په ګوټکي ضلعه کې خبريال نصرالله ګډاني د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی وو.

پاکستان کې د صحافتي تنظيمونو ترمخه په تېرو پينځو کلونو کې يواځې په سيند صوبه کې د خبريالانو پرضد 184 حملې رپورټ شوي او په دوی کې 12 خبريالان وژل شوي دي.

په وژل شوو خبريالانو کې نصر الله ګډاني، جان محمد مهر، عزيز مېمن، اجی لال واني، غلام اصغر او نور شامل دي.

پاکستان د جرنلسټانو دپاره خطرناکو هيوادونو کې شمارل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG