پاکستان د خپلو بېلسټک میزایلو په اړه د امریکې وروستي بندیزونه جانبدارانه اؤ په سیاسي مقصدونو ولاړ بللي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د زيارت/پنجشنبې په ورځ د چین په يو څيړنيز انسټيټيوټ او څو کمپنيانو بنديزونه لګولي دي، د چا په اړه چې ويل کيږي د پاکستان بېلسټک ميزايل پروګرام دپاره یې په سازوسامان ورکولو کې لاس لرلو.
د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د امریکې په دې بندیزونو سخت غبرګون ښودلی اؤ خپل بیان کې یې ویلي چې په تېرو وختونو کې هم د تجارتي ادارو داسې فهرست جوړ کړل شوی ؤ چې هغه یوازې په شبهاتو ولاړ ؤ.
د بهرنیو چارو د دفتر بیان کې ویل شوي د امریکې له لوري بندیزونو کې د داسې شیانو یادؤنه شوې چې د برامدي کنټرول د هیڅ یو نظام لاندې نه راځي خو بیا هم د عمومي دفعو په اساس حساس ګرځول شوي.
د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د بیان له مخې "دا په عامه توګه منل کیږي چې څو هیوادونه چې د نه خورېدنې په اصولو په سختۍ سره د عمل کولو دعوې کوي هغوي خپلو خوښو هیوادونو ته د عصري پوځي ټيکنالوجۍ د ورکړې په معامله کې د لایسنسنګ شرطونه په اسانۍ سره له پامه غورځولي"
د خارجه دفتر د ویاندې اشاره د باییډن انتظامیې له لوري د هند لپاره د جدیدو ابدوز ضد وسلو د منظورۍ لوري ته وه.
بیان کې ویل شوي چې داسې دوه مخیزه معیارونه اؤ توپیري رویه د نه خورېدنې د نړیوال نظام وقار ته زیان رسوي، نظامي عدم توازن سیوا کوي اؤ نړیوال امن اؤ سلامتي په خطره کې اچوي
واشنګټن تېر کال هم د اکتوبر په مياشت کې په چين کې درېو هغو کمپنيانو باندې بنديزونه لګولي وؤ، چا چې د پاکستان ميزايل پروګرام ته سامانونه ورکول.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو ميلر په يو بيان کې ويلي، د بيجنګ څيړنيز انسټيټيوټ اف اټومېشن فار مشين بلډنګ انډسټري د شاهين ۳ او ابابيل سسټمز او په ممکنه توګه د زيات غټ نظام د راکټ موټرز د ازماينې دپاره د سازوسامان په اخستو کې د پاکستان سره کار کړی دی.
ميلر ویلي، په داسې کې چې د نن د اقداماتو څخه ظاهريږي امریکا، د وسلې د خورېدو او اړونده سوداګانو د هلوځلو خلاف، چې چرته هم په عمل کې راوستلی شي، کارروايي به دوامداره ساتي.
په واشنګټن کې د چين د سفارتخانې وياند لوپنګ يُو ویلي، چين د يو اړخيزه بندېزونو او د خپل کار د واک څخه وتلو يا تجاوز کولو په سختۍ سره مخالفت کوي، د کومو دپاره چې د نړيوال قانون په بنياد يا ملګرو ملتونو د امنيتي شورا لخوا کوم واک نه وي ورکړل شوی.
هغه ويلي، چين د چينايي کمپنيانو او وګړو د حقونو او ګټو کلک حفاظت کوي.
Forum