لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مرکزي حکومت لا د عمران خان ضد پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو فيصله نه ده کړې


اسلام اباد هايکورټ کې د پخواني وزيراعظم عمران خان ضد پوځي عدالت کې مقدمې په اړه اورېدنه شوې او اډيشنل اټارني جنرل عدالت ته ویلي، مرکزي حکومت تراوسه پورې په دغې اړه فيصله نه ده کړې.

د رپورټونو ترمخه، جسټس میا ګل حسن اورنګزېب نن په 24م ستمبر اورېدنه کړې، اډيشنل اټارني جنرل منور اقبال دوګل عدالت ته پېش شوی دی.

اډيشنل اټارني عدالت ته ویلي، حکومت تراوسه پورې د عمران خان ضد پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو فيصله نه ده کړې او که پوځي عدالت کې یې اورېدنه کيږي نو د قانون ترمخه به کيږي او لومړی به په دغې اړه سېول مجسټرېټ ته خواست کولی شي.

له دې نه په وړاندېنۍ اورېدنه کې عدالت د مرکزي حکومت ځواب رد کړی او حکومت ته یې په يوه اونۍ کې د ډاګيز دريځ جمع کولو دپاره وخت ورکړی وو.

د پاکستان پوځ او ځينې حکومتي وزيرانو په دې وروستيو کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو اشاره کړې او ويلي یې وو چې د پوځي چارواکو د خپل شخصي او سياسي ګټو لپاره کارول قانوني کاروايۍ ته بلنه ورکول دي.

په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې‎ ‎د تحریک انصاف ګوند او عمران خان د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده ‏‏چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".‏

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG