لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د اتو وسله والو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعې شمالي وزيرستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان اته غړي وژلي دي، د پاکستان پوځ، تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج او وسله وال یې د خوارج په نوم يادوي.

پوځ نن په 26م ستمبر وويل، پوځ د 25م او 26م ستمبر په مينځنۍ شپه کې د شمالي وزيرستان په رزمک علاقه کې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع عمليات کړي.

پوځ ويلي، عملياتو کې د خوارجو سره نښته شوې او اته خوارج وژل شوي دي.

پوځ ويلي د وژل شوو وسله والو څخه وسله ترلاسه کړل شوې، دوی په امنيتي ځواکونو او عامو خلکو باندې بريدونو کې ککړ وو.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

پينځه ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا جنوبي وزيرستان ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په پوسته وسله وال بريد کې شپږ عسکر وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پاکستان پوځ په رسمي خبر کې ويلي وو، په 19م ستمبر شمالي او جنوبي وزيرستان کې دوه ځايه د پوځ او ترهګرو ترمنځ نښتې شوي او د 12 وسله والو د وژلو یې ويلي وو.

د پوځي بيان ترمخه، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې اووه ترهګر راوړېده، پوځ معلوم کړي، نښته یې ورسره شوې او اووه سره ترهګر یې وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د روانې میاشتې په پينځمه نېټه ویلي وو، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد عملياتو تفصيل یې ويلي چې"سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې په تېره مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، په تېره يوه میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي دي".

هغه ويلي وو، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG