د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او بنو کې یې عمليات کړي، د تحريک طالبان پاکستان څلور وسله وال یې وژلي دي، د پاکستان پوځ او حکومت تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د پاکستان پوځ پرون په لسم اکتوبر ویلي، پوځ د شمالي وزيرستان په حسن خېل علاقه کې عمليات کړي، د "وسله والو سره یې نښته شوې او دوه خوارج یې وژلي دي".
د پوځ ترمخه، "په نهم اکتوبر امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په بنياد د بنو په جاني خېلو کې د خوارجو د موجودګۍ په خبر عمليات کړي، هلته هم نښته شوې او دوه خوارج وژل شوي دي".
نښتو کې امنيتي ځواکونو ته د تاوان اوښتو نه دي ویل شوي.
پوځ د وژل شوو وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
پوځ ويلي، د وژلو شوو وسله والو د قبضې نه وسله ترلاسه شوې او دوی د امنيتي ځواکونو ضد ترهګرو هلو ځلو، او ملکي خلکو په هدف کولو کې ککړ وو.
هم پرون د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې په ګزمه بوخت د پوليسو په ګاډي، موبايل وسله وال بريد شوی، دوه پوليس اهلکار پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.
د ټانک پوليسو مطبوعاتو سره شريک کړي خبر کې ويلي، نن د لسم اکتوبر په سهار د صدر تاڼې پوليس ګاډی د پټان کوټ سره نزدې په ټانک پيزو روډ باندې د معمول په ګزمه وو.
ويل شوي، هلته موجود د 15 نه تر 25 پورې ترهګرو پرې بريد کړی، دوه پوليس اهلکار یې وژلي او درې نور ژوبل کړي دي.
د خبر ترمخه، پوليسو ترهګرو باندې ځوابي ډزې کړي او هغوی تښتېدلي دي.
د چاوراکو په وینا، علاقې ته د پوليسو اضافي نفري لېږل شوې او د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.
په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
خېر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې (سي ټي ډي) په خپل تازه راپور کې ويلي چې په روان 2024 کال کې په صوبه کې په پوليسو 228 بريدونه شوي چې له امله يې شاوخوا 100پوليس وژل شوي او له 170 نه زيات ژوبل شوي دي.
Forum