لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي که د پښتون قامي جرګې په وینا لښکر جوړ شي نو دا به نورې ستونزې رامخې ته کړي


څېړونکي وايي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په دې وروستيو کې څو وارې د قامي لښکرو مشران او فعالين په نښه شوي او که دا ځل د پښتون قامي جرګې واکداران د دغه ډول لښکر جوړولو تابيا وکړه نو د دې خبرې ويره شته چې په راتلونکې کې به ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وي او اې ډیوه ته وویل، د جرګې دوې ورځې پس د ده په بیان کې او له جرګې وروسته په هر بیان کې دوی دا خبره واضح کړې ده چې "د جرګې د عملي‌ کولو دپاره مخصوص تعداد نه بلکې ټول قام به کار کوي". پښتین زیاتوي چې دوی د لښکر شمېر نه مخصوص کوي او وایي "درې زره یا پینځه زره نه بلکې ټول پښتون قام به له جرګې سره ولاړ وي".

تر دې وړاندې د اکتوبر په ۱۳مه په خېبر کې جوې شوې د پښتون درې ورځنۍ قامي جرګې په پای کې اعلان شوی وو چې د پښتونخوا د هرې يوې ضلعې او سياسي ګوند درې درې زره تنه به قامي جرګې ته ورکول کېږي، دغه د ځوانانو لښکر به پرامنه وي او دا به په يادو سيمو کې په وضعیت نظر ساتي اؤ د ستونزو حل کولو د پاره به هم کار کوي.

د سياسي چارو کار پوهه ډاکټر فضل الرحیم مروت وي او اې ډيوه سره خبرو کې وایي"دا خبره د فکر وړ ده چې هر يو ګوند سره دومره تنان شته لکه څنګه چې دوي وايي چې درې زره تنان به مونږ ته راکوي او لښکر به جوړوؤ اګر چې دا لښکر به وسله نه لري خو دا خبره دلته په مېنځ کې راځي چې د باچا خان د خدايي خدمتګار تحریک بنياد په عدم تشدد ايښودل شوئ و"

د ډاکټر فضل الرحیم مروت په خبره "زه دا نه وايم چې د دې (جرګې)بنياد په تشدد ايښودل شوی دی خو له بده مرغه بسم الله د تشدد نه وشوه او هغه دوي (پښتون جرګې) نه دی کړی او حکومتي چارواکو وکړو خو بيا هم وشو"

د اکتوبر په ۱۳مه د پښتون قامي جرګې په وروستۍ ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپشتين د يادې جرګې ۲۲ پرېکړې يا فيصلې اعلان کړې وې

په دې پرېکړو کې يوه دا هم وه چې هرې يوې ضلعې او سياسي ګوند نه به درې، درې زره تنان اخستل کېږي او دا به په مجموعي توګه د دوه لکه څلویښت زره غیر مسلح کسانو یوه څارګره ډله وي.

څېرونکي وايي هغوئ نه ګڼي چې سياسي ګوندونه دې خبرې ته تيار شي او په دومره لوۍ شمېر کې به پښتون قامي جرګې ته کسان ورکړي

خبريال علي اکبر ډیوه ته وایي،په روستيو کې چې لښکر او د لښکر نوم سره څه شوي نو هغه دا نه ګڼي چې د هغې تجربې په اساس به يو ځل بيا د ضلعو خلک او بيا په خصوصي توګه د قبايلي سيمو خلک د لښکر په نوم راغونډ شي او هغوي به دې(جرګې) ته خپل کسان ورکړي .

د علي اکبر په خبره"د لښکر دا مطلب دی چې که بيا دلته د جرګې څه خبره راځي نو هم به ورته راځي او که د ترهګرۍ پېښه مخې ته راځي نو هلته به هم ورمخکې کېږي"

هغه وایي په پښتونخوا کې د امن او لښکر په نوم چې څوک ښکاره شوي نو هغه بيا له مېنځه تلي دي او دا به ډېره ګرانه شي چې دغه ضلعې او ګوندونه به دومره کسان دې جرګې ته ورکړي.

څېړونکي وايي په دومره لویې شمېر کې د ځوانانو لښکر يا ډله جوړول دا پوښتنې راولاړوي چې د دې ځوانانو قابو کولو د پاره څه مېکنزم پښتون قامي جرګې جوړ کړی، څنګه به يې رايوځاي کوي او څنګه به يې منظم کوي ؟

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG