لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين يو ځل بيا پاکستان کې د چينايانو په خونديتوب ټینګار کړی


پاکستان کې د چين سفير جيانګ زيډونګ ويلي، د چين پاکستان اقتصادي راهداري، سي پېک پروژه يو نوي پړاو ته داخله شوې، مرستې تر الېکټرک ګاډو او توانايۍ په څېر شعبو پورې پراخې شوي، خو ورسره نوموړي پاکستان کې د چينايي وګړو د خونديتوب سېوا کولو د هڅو ټينګار کړی دی.

د چين سفير دغه خبرې پرون په 25م اکتوبر اسلام اباد کې د چين سفارتخانه کې خبريالانو سره خبرو کې کړي دي.

هغه ويلي، د چين د وزيراعظم په وروستيو کې د پاکستان په سفر کې دوه اړخيزه خبرو ښې نتيجې مخې ته را روانې دي، چې پکې امنيتي مرستو ته بنيادي توجه ورکړل شوې ده.

نوموړي، پاکستان کې د چينايي وګړو او روانو پروژو کې د خوندیتوب دپاره مرستو سېوا کولو په خبره ټينګار کړی دی.

چين پاکستان کې د چينايي وګړو په خوندیتوب ټينګار په داسې وخت کې کړی چې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته هم د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر په چینايي قافله شوې چاودنې ته د کراچۍ پوليسو په خپل رپورټ کې ځانمرګی بريد ویلی چې د ګاډي د لارې شوی وو.

د پوليس رپورټ ترمخه، په برید کې دوه چينايان او يو بل تن د وجود ټکړې ترلاسه شوې، او څو ګاډي تباه شوي وو.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

دغه ډله په بلوچستان صوبه کې د چینايي پانګونو مخالفت کوي، او وړاندې یې هم د پاکستان په بلوچستان د چينايانو په ګټو د حملو زمه وارۍ منلي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه د چين سفير پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د پاکستان د پوځ او پوليسو قربانۍ ستايلي، او زياته کړې یې ده، د ګډو هڅو د لارې ترهګري قابو کېدلی شي.

نوموړي د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي د توان سېوا کولو دپاره د چین د پوره ملاتړ عزم څرګند کړی دی.

پاکستان کې وخت په وخت په چينايي وګړو بريدونه او چاودنې شوي دي.

د کراچۍ د بريد نه وړاندې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسری شوی وروستی غټ بريد د روان کال په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې شوی، په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

د کال 2022م په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري هم لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې او ويلي يې وو، دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

د یاد بريد وروسته د کنفوشيس انسټيټيوټ او پاکستان کې دغه ډول نورو مرکزونو څخه ټول چينايي استازان بيرته خپل ملک ته تللي او بيا بيرته پاکستان ته نه دي ورغلي.

بي اېل اې وايي، د بلوچستان د ازادۍ، او بلوچستان کې په قدرتي وسايلو کې د چين دپانګونو غندنه کوي.

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي هند د بلوڅ وسله والو په شا ولاړ دی، خو هند تل دغه تورونه رد کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG