لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي وليعهد سره د شهباز شریف لیدنه، دواړو هیوادونو د خپلمنځي مرستو په غځولو اتفاق کړی


د ریاض فیوچر انویسټمنټ انیشيټیو فورم په مهال د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي اؤ دواړو هیوادونو د دوه اړخیزه مرستو په پراخولو اتفاق کړی دی.

د پاکستان د سرکاري میډیا له مخې په دې لیدنه کې وزیراعظم شهباز شریف د نړیوالو مالیاتي ادارو په اړه معاملاتو کې د پاکستان په مرستې کولو د سعودي وليعهد مننه کړې ده.

شهباز شریف ویلي چې د سعودي وژن 2030 د پاکستان د کلیدي پالیسۍ د مقصدونو سره یو شان والی لري.

د ملاقات په موقعه دواړو مشرانو د پاکستان اؤ سعودي د اقتصادي شراکت دارۍ هوډ تکرار کړی اؤ د تجارت، سرمایه کارۍ اؤ اقتصادي مرستو په غځولو اؤ دوه اړخیزه همکارۍ ته په ودې ورکولو یې اتفاق کړی دی.

د پاکستان سرکاري میډیا وایي، دواړو مشرانو سیمه کې د اسرایل په تیري یار جارحیت اندېښنه ښکاره چې له امله یې په پراخه کچه تباهي رامنځته شوې ده.

د ملاقات په اړه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سعودي اؤ پاکستان د لسیزو ګډې مذهبي اؤ کلتوري اړیکې لري اؤ دا اړیکې د وخت په تېرېدو سره لا پیاوړې کیږي.

په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي د ګڼو لوړو ژورو راتېر شوي دي.

د یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف سره له یو ځای کېدو د پاکستان ډډه او د عمران خان د واکمنۍ په دور کې د نوموړي لخوا د ریاض پر ځای ملیشیا کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ترسره کېدو هڅو د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې خرابې کړې وې.

خو څېړونکي وایي چې د شهباز شریف په مشرۍ پاکستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو وروسته یو ځل بیا د دواړو هېوادونو اړیکې تودې شوي او پاکستاني چارواکي تمه لري چې سعودي به یې خاوره کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي.

د اکتوبر د میاشتې په ۱۰مه د سعودي عربستان یو شمیر سوداګرو د کرنې، ټیکنالوجۍ، خوراکي موادو، انرژۍ، روغتیا اؤ کانونو په شمول په یو شمیر برخو کې ۲۷ دوه اړخیزه مفاهمتي یاداښتونه لاسلیک کړي چې ټاکل شوې له مخې به د سعودي پانګه وال په پاکستان کې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونې کوي.

دغه مفاهمتي مفاهمتي یاداښتونه پاکستان ته د سعودي عربستان د پانګونې د وزیر خالد الفالح په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي وؤ.

د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شوي مفاهمتي یاداښتونه په تړونونو بدلې شي او زیاته یې کړې یې وه چې حکومت به یې په پاکستان کې سعودي پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خپلې پوره هڅې وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG