لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو پېښې رپوټ کېدل دوام لري، 43مه پېښه چاغي کې شوې


په پاکستان کې د پولیو خلاف کمپاين روان دی، ورسره په ملک کې د پوليو مثبتې پېښې رپوټ کېدل هم دوام لري، د سږني کال تراوسه پورې 43مه پېښه هم د بلوچستان صوبې په چاغي ضلعه کې رپوټ شوې ده.

د تازه پېښې وروسته بلوچستان صوبه کې د پوليو ټولې پېښې 22 ته ورسېدې.

پرون د خېبر پښتونخوا څخه د پولیو پېښه رپورټ شوې وه.

د پرونۍ پېښې په اړه پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام د پېښور څانګې خبر پاڼه کې ويلي وو، د نوښار په ګنډهیري سیمه کې د 29 میاشتو یوې ماشومې ته پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د 28م اکتوبر نه پاکستان کې د پولیو په ضد کمپین پېل شوی او ټاکل شوې چې دا کمپاين به تر درېم نومبر روان وي.

دوه ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا د بره اورکزۍ په ډبوري بادان کلي کې د پولیو په یوه ډله برید هم شوی وو چې پکې د پولیو ډلې په حفاظت مامور دوه پولیس عسکر وژل شوي او پولیسو دعوه کړې وه، په ځوابي ډزو کې درې برید کوونکي هم وژل شوي وو.

‎راپورونه ښيي چې سږ کال په ټول پاکستان کې د پوليو 42 پېښې ريورټ شوې، چې پکې 22 په بلوچستان، 12 په سیند، 7 په خیبر پښتونخوا یوه په پنجاب او یوه په اسلام آباد کې مخې ته راغلې ده .

‎د صحت نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او ) د پوليو پېښو زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.

‎‎په پاکستان کې د پوليو د خاتمې لپاره د ایمرجنسي آپریشن سينټر له خوا په پيل شوي کمپین کې 81 زره پوليو ټیمونه کار کوي، چې د هغوی د خونديتوب لپاره 19 زره امنيتي اهلکاران ګمارل شوي دي.

‎په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يواځينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپوټ کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG