لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډيزلو او پټرولو قيمتونه سېوا کړل شوي


پاکستان کې يو ليټر ډيزل درې روپۍ 85 پيسې او پټرول يوه روپۍ او 35 پيسې ګران کړل شوي دي. 15 ورځې وړاندې ډيزل پوره پينځه روپۍ ګران کړل شوي او د پټرولو قيمت په خپل ځای 247.03روپۍ ليټر ساتل شوی وو.

د خزانې وزارت د تيلو د قيمتونو زياتولو د اعلامیې له مخې، يو ليټر ډيزل د 3.85 ګرانولو سره 255.14 روپو ته رسېدلي دي.

دغه ډول د 1.35 روپو ګرانولو سره يو ليټرول پټرول 248.38 روپو ته سېوا شوي دي.

اعلامیه کې د خاورو تيل 1.48 او لايټ سپيډ ډيزل 2.61 روپۍ ارزان کړل شوي دي.

ويل شوي، د تېلو او ګېس د انتظام ادارې [اوګرا] نړيوال مارکيټ ته په کتو د تيلو نوو قيمتونو باندې کار کړی، او نوي قيمتونه به نن د نومبر د لومړۍ نېټې څخه عملي وي.

پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تېلو نوې بیعې تړل کیږي.

په 30م ستمبر حکومت پټرول دوه روپۍ او ډیزل درې روپۍ او 40 پيسې ارزان کړي وو.

په 15م ستمبر بیا حکومت د تېلو بیعې زیاتې غورځولې وې او په یو لیټر پټرولو کې یې د 10 روپو او په ډیزلو کې یې د 13 روپو او شپږو پیسو د کمي اعلان کړی وو.

له هغې وړاندې په 31م اګست کو حکومت د یو لیټر پټرولو نرخ 1.86 روپۍ او د ډیزلو نرخ 3.32 روپۍ ارزان کړی وو.

په 15م اګست هم د پیټرولو نرخ کې د لیټر پسر د 8.47 روپو او د ډیزلو نرخ کې د 6.7 روپو د کمي اعلان شوی وو.

سږکال د جون د میاشتې نه راپدېخوا د اکتوبر د 15مې پورې وخت په وخت د تيلو قيمتونه لږ او زیات راکم کړل شوي دي.

پوهان وايي، د تيلو د قيمتونو سېوا کېدو سره عامي ګراني سېوا کيږي او ارزانېدو سره یې ارزاني جوړيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG