لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا صدارتي ټاکنو ته یوه ورځ، وايي سیالي سخته ده


په امریکا کې د صدارتي انتخاباتو دپاره کمپېن اخري پړاو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د کمپېن په وخت عدالتي کارروايانې، قاتلانه حملې او يو امېدوار پکې د مېدان څخه وروسته شوی دی.

د اې پي خبري ادارې ترمخه، د ډيموکرېټک ګوند صدارتي امېدواره کاملا هېريس به د ګل، دوشنبې ورځ په پنسلوينيا کې تېروي، چرته چې 19 الېکټورل کالجونه جوړيږي، او دا تمه کيږي که هغه دغه ټولې رای ترلاسه کړي دا به یې غټه کامیابي وي.

ويل شوي، مرستیال صدره او نومانده هېريس به په الاونټن کې کارکوونکې طبقې ته لاړه شي او د شپې ناوخته به په فلاډلفيا کې جلسې ته ورشي په کومه کې چې به لېډي ګاګا او اوپرا وينفری هم ګډون کوي.

د دې ترڅنګ د ريپبلکن ګوند امېدوار او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په اړه ويل شوي، هغه به په درېو رياستونو کې څلور غونډې وکړي، پيل به یې د رېلي څخه وکړي، بیا به شمالې کېرولاينا ته او د هلته نه به په پنسلوينيا کې په ريډينګ او پټسبرګ کې غونډې وکړي.

ويل شوي نوموړی به خپل وروستی کمپېن په ميشيګن کې پای ته ورسوي.

د اې پي ترمخه، د امريکا په صدارتي انتخاباتو کې تراوسه پورې 77 ميلينه رای کارول شوي دي. خو هېريس او ټرمپ بيا هم هڅې کوي چې نور ډېر خلک راوهڅوي او د نهې، سه شنبې په ورځ ورته ووټ ورکړي.

ويل کيږي، که ټرمپ صدارتي ټاکنې ګټي هغه به لومړی صدر وي چې د نيويارک يو عدالت هغه په جرم تورن کړی وو او په ګټلو سره به هغه دا واک ترلاسه کړي چې د ځان پرضد یې جوړې مقدمې ختمې کړي.

دا به د امريکا په تاريخ کې دويم ځل وي، چې يو تن پرله پسې صدر نه دی جوړ شوی.

هېريس هڅه کوي چې لومړۍ ښځه، لومړۍ تور پوستې، لومړۍ جنوبي اسیايي مېرمن د امریکې صدره جوړه شي او سپينې ماڼۍ ته ورسي. هغې په تېرو انتخاباتو کې خنډان مات کړي، او د جوبايډن سره مرستيال صدره جوړه شوې وه.

هېريس د جون په میاشت کې د بايډن د صدارتي زغل څخه وتلو وروسته د ډېموکرېټک ګوند صدارتي امېدواره جوړه شوې وه.

په ټرمپ باندې د کمپېن په مهال په پنسلوينيا کې قاتلانه حمله شوې، او په ستمبر کې په فلورېډا کې په هغه د بل بريد پلان شنډ کړل شوی وو.

دواړه نوماندانو مرستیالې صدرې کاملا هېریس او مخکینی صدر ډانلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره د اتوار- یکشنبې په ورځ هم د سختې مقابلې په ایالتونو کې د کمپېن غونډې کړي دي چې پکې هغه پاتې رای ورکوونکي هم ور خپل کړي چې لا یې فیصله نه ده کړې چاته به ووټ ورکوي.

د ډیموکرېټ ګوند کاملا هېریس د اتوار- یکشنبې په ماښام د امریکې په منځ لوېدیځ کې میشیګن ایالت ته تللې او دا په هغو اوو ایالتونو کې دی چې پکې د دواړو مقابله سخته او یو بل ته نیژدې ده او نه ده څرګنده چې څوک به یې وګټي.

سیاسي حساب ښيي چې که هر یو نوماند د سختې مقابلې په اوو ایالتونو کې په څلورو یا تر دې زیاتو کې کامیابي تر لاسه کړي نو هغه به د امریکې 47م صدر شي.

ریپبلکن امیدوار ډانلډ ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د یوې دورې له وقفې وروسته په دویم ځل د امریکې ولسمشر شي.

ټرمپ د کمپېن په وروستیو کې د سختې مقابلې درو نورو ایالتونو ته تللی او په هغو کوچنیو ښارونو کې یې انتخابي غونډې کړې چېرې چې هغه تمه لري په کلیوالو سیمو کې زیات شمېر ووټونه تر لاسه کړي او د کاملا هېریس مخه ونیسي چې هغه په دغو ډیموکرېټ اکثریتي ښارونو کې په لوی توپیر د ګټې تمه لري.

ټرمپ او هېریس دواړو د خپل انتخابي کمپېن له پیل راهیسې پر یو بل سختې نیوکې کړي او د کمپېن په وروستیو ورځو کې یې هم هڅه وکړه چې یو بل په راتلونکو څلورو کلونو کې د هیواد د حکومت کولو لپاره د صدر په توګه نامناسب وښيي.

په خبر کې ځينې معلومات د اې پي څخه اخستل شوي

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG