لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب مشران د ټرمپ نه څه تمه لري؟


عرب مشرانو د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ په کاميابۍ سمدستي هغه ته اومبارکي ويلې ده. په عرب مشرانو کې ځينې تمه لري چې ټرمپ به د صدارت سمبالولو وروسته د منځني ختيځ شخړې ختم کړې او ايران په اړه به سخت دريځ خپل کړي.

د سعودي عرب شاه سلمان بن عبدالعزيز، وليعد محمد بن سلمان، د متحده عرب اماراتو واکمنو او قطر امير شېخ تميم بن حمد هم ټرمپ ته په کاميابۍ اومبارکي ويلې او امریکا سره یې سټراټيجيکي همکاري مهمه بللې ده.

بيروت کې د همکارۍ او امن دپاره څيړنيز مرکز يا ريسرچ سنټر فار کواپرېشن اېنډ پيس صدر دانيه خطیب ويلي، ټرمپ د عرب مشرانو سره خپلو شخصي اړيکو ته زياته توجه ورکړې ده، او د بايډن نظر په دغه اړه د مخکې تللو وو.

خطيب وي او اې ته ويلي، عرب مشران به د ټرمپ نه غواړي چې د غزې او لبنان جګړې ختمې کړي.

د نوموړي په خبره، ټرمپ چې په انتخابي کمپېن کې کومې وعدې کړې وې په هغو کې په غزه کې جنګ بندي هم شامله وه، خو اوس به کتل وي چې هغه یې څنګه کوي؟، ايا د دې جګړې خاتمه به د فلسطيني رياست د جوړښت سره وي که نه؟ دا خبره لا نه شي کېدی.

هغه ويلي، دا وخت تر ټولو غټه د اندېښنې خبره دا ده چې د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو په اسرايل د حملې خبره کوي. دا تر ټولو غټه مسله ده او د ټرمپ دپاره به د ايران حالات سمبالول اسان نه وي.

د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان ويلي، په غزه کې د جګړې د ختمولو او فلسطيني رياست بغېر د اسرايل سره اړيکې نه شي جوړول کېدی.

د خليج هيوادونو مشرانو د ايران سره خپلې اړیکې سمې کړي او باور یې ورکړی، که اسرايل په ايران حمله کوي دوی به خپل فضايي حدود کارېدو ته نه پرېږدي او نه به په داسې کارروايۍ کې سهولت کاري کوي.

ایران د امریکې په انتخاباتو د غبرګون ورکولو بغېر ويي، د اسرايل مقابلې ته تيار دی.

په منځني ختيځ کې د شخړو د ختمولو او مذاکرات کوونکو مشرانو کې شاملو د اردن شاه عبدالله، د مصر عبدالفتح السيسي، د لبنان نګران وزيراعظم نجيب نکاتي هم ټرمپ ته په کاميابۍ اومبارکي ويلې ده.

د عمان يو څيړونکي عثمان الشريف ویلي، ټرمپ به په نېتن ياهو فشار اچوي چې په جنورۍ کې د هغه د لوړې يا سوګند څخه وړاندې جګړه ختمه کړي.

د هغه په وينا، د ټرمپ په نزد دا جګړې ډېرې زهريله شوي دي او هغه دا جګړې د صدر بايډن په لمن يو داغ بولي او مرستياله صدره کاملا هېريس یې هم زمه واره ګڼي.

د الشریف په خبره، ټرمپ به ونه غواړي چې صدارت یې په داسې وخت کې پيل شي چې ماشومان وژل کيږي، او په روغتونونو بمبارۍ روانې وي.

وی او اې سره خبرو کې نوموړي وویل، ايران به د ټرمپ دپاره يو چېلنج وي، د هغه په وينا ټرمپ به امریکا د هرې بهرنۍ شخړې څخه اوباسي، خو هغه به په ايران بنديزونه سختوي.

هغه ويلي، ټرمپ د بنديزونو علاوه دروس د صدر پيوټن د لارې د تهران سره رابطه کولی شي څوک چې د ايران نزدې همکار دی خو په دې اړه د وخت نه وړاندې څه نه شي ويل کېدی.

خو د احمد شريف اندېښنه څرګنده کړه، چې ټرمپ په ممکنه توګه د اسرايل د ښي اړخه حکومت لخوا د لويديځې غاړې په علاقه قبضه منلی شي او که داسې وشول، نو د فلسطينيانو او اردن دپاره نوره پېچلتيا جوړه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG