لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د هند سره د طالب مشرانو غېرمعمول رسمي مذاکرات شوي دي


د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د هند د خارجه وزارت له استازي جې پي سېنګ سره په کابل کې
د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د هند د خارجه وزارت له استازي جې پي سېنګ سره په کابل کې

چارواکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت د هند سره د دوه اړخیزو تعلقاتو په بهتره کولو او افغانانو ته د بشري امداد د زیاتولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان دپاره د هند د خارجه وزارت ځانګړي مامور جیتندر پال سېنګ د یو پلاوي په مشرۍ د نوامبر په څلورمه او پنځمه نېټه د کابل دوره کړې او هلته یې د طالبانو له خارجه وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي. همدا راز د نورو چارواکو ترڅنګ، هغه په یو غېرمعمول ملاقات کې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب سره هم ملاقات کړی دی.

د هند مېډیا د خارجه وزارت د ترجمان رندهیر جېسوال له قوله، چې د زیارت په ورځ یې نوې ډېلي کې خبري کنفرنس ته وینا کوله، خبر ورکړی چې "هو، دا د [مولوي یعقوب سره] اولنی ملاقات و."

جېسوال ویلي چې "د هند له خوا بشردوستانه امداد، د جې پي سېنګ او افغان چارواکو ترمنځ د ملاقاتونو مرکزي موضوع وه." هغه زیاته کړې چې هندي پلاوي په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارو له استازو سره هم کتلي دي.

د هند د خارجه وزارت ترجمان کابل ته د دې پلاوي د دورې خبر په داسې وخت کې ورکړ چې یوه ورځ وړاندې تر دې، د طالبانو د دفاع وزیر دفتر د هندي پلاوي سره د مولوي محمد یعقوب د لیدنې جزئیات او تصویرونه شایع کړي و. د طالبانو د بیان ترمخه، " په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه خبرې وکړې... ښاغلي جي پي سنګ په خپل وار وویل، چې هېواد ته یې افغانستان سره اړیکې مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونی تاریخ لري."

دواړو اړخونو خبر ورکړی چې په کابل کې د دوی د خبرو توجو دې ته هم وه چې افغان تاجران څنګه کولی شي د ایران د چابهار بندر د لارې چې انتظام یې د هندوستان په لاس کې دی، د هند سره تجارتي تعلقات خپل سېوا کړي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د طالبانو خارجه وزارت د امیرخان متقي او جې پي سېنګ د ملاقات جزئیات ښکاره کړل او ویې ویل چې د طالبانو خارجه وزیر د دوو ملکونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي تعلقاتو د بهتره کېدو په ضرورت ټینګار وکړ او غوښتنه یې کړې چې افغان تاجرانو ته دې د هند د ویزو سهولت بهتره کړی شي چې د هند سره تجارتي تعلقاتو کې مرسته وکړي.

د طالبانو په بیان کې راغلي چې د هند سفارتکاري استازي وعده کړې چې د افغانانو دپاره د هند د ویزو سهولتونو کې وسعت راولي.

طالبان په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پس د هغه یو ځل بیا په واک اختیار قبضه وکړه چې د امریکا او نېټو عسکر د قریب شل کاله جنګ وروستو، له افغانستان نه ووتل.

د طالبانو د راتګ سره هند او مغربي ملکونو په کابل کې خپل سفارتونه بند کړل او اکثرو یې خپل سفارتکاري مېشنونه قطر ته ولېږدول.

تر اوسه هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو واکمني د یو قانوني حکومت په حیث نده تسلیم کړې، خو څو ګاونډي او د سیمې ملکونو، په شمول د چین، روس، پاکستان، ایران او قطر خپل سفارتخانې کابل کې پرځای وساتلې. هند هم په دې وروستیو کې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېستی دی چې په کې د ټیټې کچې سفارتکاران موجود دي.

نړېوالې ټولنې د بشري حقونو د خلاف ورزیو، په خاص ډول تعلیم او کار ته د ښځو جېنکو د اجازت نه ورکولو په سر، د طالبانو د رژیم له تسلیمولو نه انکار کړی دی.

لکه څنګه چې څېړونکي یادونه کوي، په افغانستان کې د طالب چارواکو سره د هند رابطې به په ګاونډي ملک پاکستان کې فکرمندۍ راپورته کړي.

د کابل او اسلام آباد ترمنځ تعلقات په دې وروستیو کې له دې کبله خړ شوي دي چې پاکستان دعوه کوي ګني طالبانو د پاکستان ضد هغو کالعدمه تندلارو ته ځای او حمایت ورکړی کوم چې د پاکستان د عوامو او امنیتي عسکرو په ضد د مرګوني "ترهګریزو" بریدونو ذمه وار دي.

همدا زیارت/پنجشنبې په ورځ هم د پاکستان پوځ خبر ورکړ چې د افغانستان پولې ته څېرمه د تندلارو په یوه تازه حمله کې څلور پاکستاني عسکر او پنځه بریدکوونکي ووژل شول.

طالبان د اسلام آباد دعوې ردوي او وایي چې په افغانستان کې کوم بهرني تندلاري موجود ندي، او هېچا ته اجازت نشته چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو په ضد استعمال کړي.

کله چې طالبان په ۱۹۹۰یمو کلونو کې په کابل کې حکومت جوړ کړی و، نو هغه مهال پاکستان د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی و. دا دعوه هم شته چې په شلو کلونو کې چې د امریکا په مشرۍ نړېوال ځواکونه په افغانستان کې و، پاکستان د طالبانو مشرانو ته ځای ورکړی و او هغوی ته یې حمایت برابرولو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG