لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خالد شېخ محمد او نورو سره شوی عدالتي جوړجاړی بحاله کړی شو


خالد شېخ محمد د کلونو کلونو راهېسي په ګوانټانامو پوځي آده کې بندیوان دی
خالد شېخ محمد د کلونو کلونو راهېسي په ګوانټانامو پوځي آده کې بندیوان دی

‎د امریکا یو حکومتي چارواکی وایي، د پوځي عدالت یو جج یا قاضي خالد شېخ محمد او دواو نورو کسانو سره د جوړجاړي فیصله بحال کړې ده. په خالد شېخ محمد او نورو دواو کسانو باندې تور وو چې ۲۳ کاله پخوا د سپټمبر په یوولسمه، په امریکا د ترهګرو حملو پلان جوړونکي وو.

‎د عدالت فیصله کې د خالد شېخ محمد او دوه نورو ملزمانو سره دستخط شوې د جوړجاړي معامله د اعتبار وړ ده او د دې فیصلې سره د امریکې د دفاع وزیر هغه حکم منسوخه شو چې دغه معامله یې بې اعتباره ګرځولې وه.

دغه امریکایي چارواکي دا خبرې د شورو/چهارشنبې په ورځ د نوم نه څرګندېدو په شرط وکړې، ځکه د پوځي جج کرنل مېتهیو مککال له خوا دا فېصله تر اوسه په رسمي ډول اعلان شوی نده.

که چېرته سرکاري وکیلان یا نور دا کوښښ ونکړي چې یو ځلي بیا د یادو ملزمانو سره دستخط شوې د عدالتي جوړجاړي معاملې چلېنج کړي، نو د پوځي جج مککال فیصله دا معنا لري چې د سپټمبر ۱۱مې ترهګریزو حملو په قضیه کې دغه درې ملزمان کولی شي په ګوانټانامو جېل کې د امریکا پوځي عدالت ته اقبال جرم وکړي او دې سره به لاره هواره شي چې د هغې مرګونې حملې په حوالې سره د حکومت جنجالي اوږدمهاله عدالتي کاروایي مخ په ختمېدو شي.

د عدالتي جوړجاړي ترمخه، خالد شېخ محمد او دوه نور ملزمان، ولید بن عطاش او مصطفی الهوساوي به د اقبال جرم په بدل کې د تېزندۍ کېدو له سزا بچ پاته شي.

سرکاري وکیلانو د حکومت په ملاتړ، د ملزمانو له وکیلانو سره په دې جوړجاړي اتفاق کړی و، او په ګوانټانامو بې پوځي اډې کې د پوځي کمېشن مشر چارواکي هم دا لوظونه تصدیق کړي و.

په امریکا باندې د القاعده ډلې لخوا د ۲۰۰۱ کال سپټمبر میاشتې یوولسمې نېټې بریدونو کې قریب درې زره کسان مړه شول. د هغې حملې په قضیه کې یو شمېر ملزمان ګرفتاره شول او دا کلونه کلونه کیږي چې په ګوانټانامو کې بندیان دي. اوس په دې قضیه کې د درې ملزمانو سره د جوړجاړي کومې معاملې باندې چې اتفاق شوی دی، څو میاشتې مخکې یې خبر راښکاره شو چې دې سره سمدستي د رېپبلېکن قانونسازانو او نورو کسانو لخوا تنقیدونه وشول او سیاسي اثرات یې پیدا کړل.

خامه د ۲۰۰۹ کال د جنوري وړومبۍ - په خامه کې خالد شیخ محمد او ولید بن عطاش لیدل کیږي چې یو پوځي عدالت ته حاضر کړی شوي
خامه د ۲۰۰۹ کال د جنوري وړومبۍ - په خامه کې خالد شیخ محمد او ولید بن عطاش لیدل کیږي چې یو پوځي عدالت ته حاضر کړی شوي

په څو ورځو کې، د امریکا دفاع وزیر لائیډ آسټن یو مختصر حکم جاري کړ او په کې یې وویل چې نوموړی د ملزمانو سره شوی جوړجاړی، منسوخه کوي. هغه مهال آسټن وویل، د امریکا په خاوره شوي تر ټولو یو کرغېړن جرم په تړاو قضیه کې چې ممکن د تېزندۍ سزا هم ولري، دا یو اهم ګام دی چې په کار ده صرف د دفاع وزیر د هغې فیصله وکړي.

د ملزمانو سره د جوړجاړي دغه موافقې، او بیا د هغو د منسوخه کولو دپاره د دفاع وزیر آسټن هڅه، امریکا کې د عدالتي کاروایۍ یوه تر ټولو جنجالي قضیه جوړه شوې چې څو څو ځله ځنډېدلې او له قانوني مشکلاتو سره مخ شوې ده. په دې کې دا کلونه کلونه کیږي چې د محاکمې نه وړاندې د مقدماتي اورېدونو په ترڅ کې دا معلومول دي چې د سي آی اې په حراست کې د شکنجو او ځورېدنو په پام کې نیولو سره، آیا د ملزمانو درج شوي بیانونه قابل قبول دي او که نه.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګان) ترجمان، مېجر جنرل پټ راېډر وویل چې پنټاګان د پوځي جج په فیصلې غور کوي، او سمدستي یې په باب څه تبصره نلري.

د پوځي جج د فیصلې په اړه خبر په وړومبي ځل د لا-ډراګون په نوم د قانوني خبرونو یو وېب سایټ او د نیویارک ټایمز اخبار خپور کړ.

تر اوسه د امریکا دفاع وزارت چارواکو د جج فیصله د ګوانټانامو پوځي کمېشن په وېب سایټ باندې نده اعلانیه کړې، خو د لا-ډراګون وېب سایټ وایي چې د جج مککال په ۲۹ پاڼې فیصلې کې ویل شوي چې اسټن د عدالتي جوړجاړی د منسوخه کولو قانوني اختیار نلري او دا موافقې چې د وړاندې نه د ګوانټانامو پوځي کمېشن مشر منظور کړي، وروسته بیا دفاع وزیر اسټن ډېر ناوخته د هغه د منسوخه کولو اقدام کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG