لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د خپل انتخابي کمپېن منتظمه، د خپل راتلونکي دفتر مشره وټاکله


منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د خپل کامیاب انتخابي کمپېن عملي یا ډيفېکټو منېجره سوزي وایلز، وایټ هاوس کې د خپل راتلونکي دفتر مشره یا چیف آف سټف وټاکله او دا اول ځل دی چې امریکا کې یوه ښځه دغې با رسوخه عهدې ته ګومارل کیږي.

سوزي وایلز د ټرمپ د نږدې کسانو او همدا راز د دې ډلې نه بهر په دې شهرت لري چې تر اوسه یې د ټرمپ دپاره د هغه تر ټولو نظم او ضبط لرونکی او ښه چلېدونکی انتخابي کمپېن مخې ته وړی، او د منتخب صدر د دفتر مشرۍ ته مخکښه امېدواره ګڼل کېدله.

مېرمن وایلز تر ډېره ډډه کوله چې د توجو وړ پاته نشي، آن کله چې ټرمپ د شورو/چهارشنبې په سهار وختي د خپلې کامیابۍ جشن جوړ کړی و او هغه یې په سټېج وروبلله، سوزي وایلز ونه غوښتل چې مایک واخلي او خبرې وکړي. هغې د ټرمپ د انتخابي کمپېن د منېجرې یا منتظمې رسمي عنوان هم قبول کړی نه و، او په دې طریقه یې نه غوښتل چې هدف وګرځي.

د سوزي وایلز ټاکنه د منتخب صدر په حیث تر اوسه پورې د ټرمپ تر ټولو اهمه فیصله ده او دا به د هغه آینده انتظامیې دپاره هم یو لوی ازمايښت وي. ټرمپ ته په کار ده چې د امریکې د فېډرل عظیم حکومت د چلولو دپاره ژر تر ژره خپله ډله تیاره کړي.

سوزي وایلز سره د دې دعهدې د چلولو دپاره د فېډرل حکومت زیاته تجربه نشته، مګر د منتخب صدر سره نږدې تعلقات لري.

د انتخابي کمپېن په مهال وایلز وکړای شول هغه کارونه وکړي چې ډېر کم کسان په کولو کې یې بریالي شوي دي، او هغه د ټرمپ د جذباتو قابو کول و. هغې دا کار په دې طریقې وکړ چې د هغه احترام یې ځان ته متوجه کړ، او ور ويې ښوده چې کله د هغې سلا مشورو ته غوږ ونیسي او نظراندازه یې نکړي، نو غوره نتیجه به ترلاسه کوي.

ټرمپ په یو بیان کې ویلي دي: "سوزي مضبوطه، هوښیاره، اختراعي (مبتکره) او په عمومي ډول د احترام او ستاینې وړ ده. سوزي به په نه ستړې کېدونکي توګه کار جاري وساتي چې امریکا یو ځل بیا عظیمه کړي."

منتخب صدر ټرمپ دا هم یاده کړه چې سوزان وایلز "د امریکا په تاریخ کې [د صدر] وړومبۍ ښځینه چیف آف سټف" په حیث به امریکا ته افتخار په برخه کړي.

امریکا کې د صدر د دفتر کامیابه مشر/مشره یا چیف آف سټف، د صدر د باور وړ شخص وي چې د صدر سره د هغه د اېجنډه په عملي کولو کې او د سیاسي سیالیو او پالیسي برخو کې د ترجیحاتو ترمنځ توله ساتلو کې مرسته کوي. هغه سره دا اختیار هم شته چې د صدر سره د چارواکو او نورو کسانو د ملاقاتونو او خبرو شېډول جوړ کړي او یا چا ته دا موقع برابره کړي چې د صدر سره وګوري.

سوزي وایلز د ډېرې مودې راهېسي په فلوریډا کې پاته شوې یوه رېپبلېکنه سټراټېجېسټه ده چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې یې په هغه ریاست کې د ټرمپ انتخابي کمپېنونه چلولي و. هغې په ۲۰۱۸ کال کې د ران ډي سنټېس سره هم مرسته وکړه چې د فلوريډا د ګورنرۍ عهدې ته وټاکل شي. تر هغه وړاندې یې هم د ګورنرانو سره د هغو په انتخابي کمپېنونو کې مرستې کړې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG