لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: د ترهګرو د سر چقولو دپاره به پرېکنده اقدامات کولی شي


د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، د ترهګرو د سر چقولو دپاره به په پوره قوت سره پرېکنده اقدامات کولی شي. دغه خبره نوموړي د بلوچستان د وزيراعلا سرفراز بګټي سره ګډې غونډې ته کړې ده.

په نهم نومبر د بلوچستان صوبې سر ښار کوټې په ریلوی سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي وو.

د برید ذمه واري بیلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې منلې ده.

ياده بريد په ملکي او نړيوال کچ غندل شوی دی.

د کوټې په پېښه د نن څخه د درېو ورځو ماتم اعلان شوی، او د کوټې څخه د څلورو ورځو دپاره د اور ګاډي چلېدل هم ځنډول شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، پرون په لسم نومبر د محسن نقوي او سرفراز بګټي په مشرۍ کوټه کې غونډه شوې، او په رېلوی سټېشن شوي ځانمرګي بريد په اړه ابتدايي رپوټ وړاندې کړل شوی دی.

نقوي ويلي، د ترهګرو د ارادو ناکامولو دپاره د استخباراتو په بنياد عملياتو دايره کار غځولی شي، او ترهګرۍ د ناسور د مخنيوي دپاره د بلوچستان حکومت سره هر ډول مرسته کولی شي.

نوموړي د بلوچستان حکومت دپاره د ضروري وسايلو په ترجيحي بنيادونو ورکولو اعلان کړی او ويلي یې دي، د پوليس او سي ټي ډي او نورو ځواکونو توان به سېوا کولی شي.

د بلوچستان صوبې وزیراعلا سرفراز بګټي ويلي، د ترهګرۍ د مقابلې دپاره پوليس او ليويز ځواک په نوو لارو اچولی شي، او دوی عزم د بلوچستان څخه د ترهګرۍ د خاتمې عزم لري.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده او دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه او د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه او مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

په پاکستان کې د چينايي پروژو لويه برخه هم په بلوچستان او په ګوادر ساحلي ښار کې ده.

بلوچستان کې بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسايلو تروړونکې بولي نو ځکه بريدونه ورباندې کوي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال د پاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه او سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو د پور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري او ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG