لاس رسیدونکی لینک

اېمنسټي انټرنېشنل بيا د پاکستان نه غوښتي، ادريس خټک ته دې غېر پوځي عدالت کې د قضیې اورېدنې حق ورکړي


د ادريس خټک د خوشي کولو دپاره کراچۍ کې احتجاج شوی
د ادريس خټک د خوشي کولو دپاره کراچۍ کې احتجاج شوی

د بخښنې نړیوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل د فعال ادریس خټک د بې درکۍ او بندي کېدو په پينځه کاله پوره کېدو د پاکستان نه بيا غوښتنه کړې، هغه ته په غېر پوځي عدالت کې د منصفانه اورېدنې حق ورکړل شي او هغه ته دې په بند کې ټولې طبې او نورې اسانتياوې برابر کړل شي.

د ادريس خټک کورنۍ د پاکستان د پوځ د نوم اخستو بغېر ويلي، وس لرونکې ادارې دې هغه خوشي کړي، او د خټک د خوشي کولو دپاره په کراچۍ ښار کې احتجاج شوی دی.

ادريس خټک کله او څنګه نيول شوی؟

د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې سره تعلق لرونکی د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د موټر وی د صوابۍ انټرچېنج سره نزدې نامالومه کسانو نيولی، او تر اووه مياشتو یې هيڅ درک نه وو.

د خټک د بې درکۍ په اړه پېښور هايکورټ کې له مقدمې چلېدو او په نړیواله کچه د بشري حقونو فعالو لخوا د هغه د خوشي کولو په شدت سره غوښتې وروسته د پاکستان د دفاع وزارت عدالت ته ويلي وو چې ادریس خټک د پوځ په ولکه کې دی.

د اېمنسټي انټرنيشنل تازه غوښتنه

د اېمنسټي انټرنېشنل ترمخه، اووه مياشتې د ادريس خټک هيڅ درک نه وو او بيا معلومه شوه چې هغه د پوځ په بند کې دی، په پټه پرې په پوځي عدالت کې مقدمه چلول شوې، او د پاکستان د رسمي رازونو قانون او د پوځ د قانون له مخې ورته د "جاسوسۍ" او د هېواد د امنیت او ګټو په وړاندې د فعالیت په تور د 14 کالو بند سزا اورول شوې وه.

اېمنسټي انټرنېشنل ويلي، ادريس خټک ته د منصفانه عدالتي اورېدنې حق نه دی ورکړل شوی او خپل وکيل ته د لاسري په لړ کې ورته هم خنډان جوړ کړل شوي وو.

د پاکستان حکومت د اېمنسټي انټرنېشل تازه بيان او د ادريس خټک په اړه تازه نه څه نه دي ویلي، وړاندې یې يواځې دومره ویلي وو چې هغه د پوځ سره په بند کې او سزا ورته اورول شوې وه.

د ادريس خټک کورنۍ څه وايي؟

د ادريس خټک کشر ورور اوېس خان وايي، پينځه کاله وشو د ادريس خټک په اړه دوی ته هيڅ ثبوت نه دی ورکړل شوی چې په هغه کوم تورونه لګول شوي وو.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، "اووه میاشتې وروسته چې پوځ ومنل دوی سره دی، دوی او ادريس ته بيا هم څه نه دي ويل شوي، ادريس ته زباني يواځې دومره ويل شوي چې قصور وار دی او 14 کاله بند سزا ورته اورول شوې او د هغې وخت راهسې په اډياله جېل کې دی".

نوموړي زياته کړه، "په دې ټول دوران کې د هغه وروڼه خويندې، د هغه دوه لوڼه ټوله کورنۍ هر ډول اغېزمنه شوې، ذهني او مالي او په هرې طريقې سره، او په ځانګړي ډول د هغه لوڼه او کشرۍ لور تاليه تعليم یې ډېر متاثره شوي دي".

هغه وویل، "د پوځ سره د بند په وخت کې به هم د دوی ادريس خټک سره ملاقات سخت وو، اوس په اډياله کې حالت يو څه بدل دي، خو بيا هم هغه د دوو جنګلو شاته وي او دومره ډېر شور وي چې چغې به وهې خو بيا هم هیڅ پکې نه اورېدل کيږي".

د اوېس خان په خبره، "ادريس په شوګر او نورو ناروغو اخته دی، نظر یې کمزوری دی، بيا د نظر معاينه نه ده شوې، د غاښ علاج یې نه دی شوی، د ملا د سخت تکليف سره مخ دی".

نوموړي وویل، "مونږ وس لرونکې ادارې والو ته خواست کوو، پينځه کاله د ادريس خټک ژوند داسې لاړو، دا پاتې سزا دې هغه ته معاف کړل شي او هغه دې خوشی کړل شي".

د روان کال مارچ په میاشت کې د ادريس خټک لور تاليه خټک وي او اې ډيوه ته ویلي وو، د پلار مقدمه يې په پوځي عدالت کې په روڼ ډول نه ده چلول شوې.

هغې ويلي وو،" مونږ ته پاکستان کې انصاف نه دی ترلاسه شوی، زمونږ څومره کلونه وشو، دا مو صرف انتظار کې تېر کړل، مونږ ته څه ثبوت هم نه دی راکړل شوی، اپيل مو هم نه اوريدل کيږې، مونږ ته اوس پته نه لګي چې دې نه پس څه وکړو؟".

د ادريس خټک د قضيې قانوني اړخ

د ادریس خټک په قضيه خبر قانون پوه طارق افغان وايي، "په ادريس خټک چې کوم تورونه لګېدلي، په هغې کې زيات نه زيات پينځه کاله سزا ده او که مونږ وګورو نو هغه خپله پينځه کاله سزا پوره کړي دي".

نوموړي وویل، "هغه ته په غېرقانوني توګه 14 کاله بند سزا اورول شوې ده او د هغه کورنۍ ته د دغې فيصلې يا پرېکړې نقل يا تصديق شوې کاپي هم نه ترلاسه کېده"، نو دوی په يو عام کاغذ باندې او د فيصلې په ورځ باندې یې هايکورټ کې خواست جمع کړی.

طارق افغان وويل، د پوځ مشر ته د خواست نه پس او ځواب نه ترلاسه کېدو وروسته د ادريس خټک په اړه هايکورټ ته خواست شوی دی.

د نوموړي په خبره، "پکار خو دا وه چې د پوځ مشر د هغه خواست اورېدلی وی او بيا يې پرېکړه کړی وی او هغه (ادريس خټک) يې خوشی کړی وی ځکه چې هغه بې ګناه دی".

د ادريس خټک ملګري څه وايي؟

د ادريس خټک نزدې ملګری قېصر خان وايي، دوی د هغه ليدو سره جېل ته ورغلي، خو "مونږ ورسره نه يو ميلاو شوي ځکه چې اډياله زندان ډېر سخت دی او د کورنۍ غړي د هغه ورور او لور ورسره ملاوېږي، په شوګر او نورو ناروغو اخته دی، نو سختي خو ورباندې نشته او مونږ ادارو ته خواست کوو چې د هغه سزا دې ختمه کړي او راخلاص یې کړي".

د ادريس خټک بل ملګری اتلس خان شېراني چې خپله یې تعلق د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره دی، وايي، "ادرېس خټک ډېرنرم خويه سړی دی، د هغه په ژوند کې تريخوالی نه وو عملي تن وو، نه خو د هغه په ژوند او نه لحجه کې تريخوالی وو چې چا دا محسوس کړی وی چې هغې په دې اساس نيول شوی دی".

هغه وویل، "د يو سياسي غړي په حېث مونږ دا غوښتنه او خواست کوو سرکار ته، چې پکار ده چې د هغه هرڅه جمهوري کړي که هغه د ټرايل، اورېدنې خبره ده، که د زندان ده او که د ژوند تېرولو ده ځکه چې دې سره زمونږ د ملک هم بې عزتي کېږي او يو انسان دوست تن سره هم زياتوب روان دی".

د ادريس خټک د خوشي کولو دپاره احتجاج

په کراچۍ کې د ادريس خټک د خوشي کولو کمېټۍ د ارټس کونسل او سيند صوبايي اسمبلۍ سره احتجاج کړی او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کوله.

د احتجاج ګډون وال قانون پوه غلام محمد جدون وويل، د ادريس خټک سره ظلم زیاتی شوی او په جعلي مقدمه کې هغه بندي کړل شوی دی.

هغه وويل، پاکستان کې د ډېرو خلکو سره داسې چلند کيږي څوک چې د محکومو او مظلومو خلکو خبره کوي.

د احتجاج بل ګډون وال وويل، د ادريس خټک سره ډېر زياتی شوی دی، هغه د بشري حقونو فعال وو، د نيشنل ګوند سره ملګرتيا وه.

هغه زياته کړه، "مونږ غوښتنه کوو چې هغه بې ګناه ده هغه دې خوشی کړل شي او د هغه د خوشي کولو دپاره مونږ مبارزه جاري ساتو".

په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبريال ذوالفقار بېټني شريک کړي

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG