لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: وسله وال برید کې د قبایلي مشر په ګډون څلور تنه وژل شوي


د پاکستان د بلوچستان صوبې د خضدار ضلعې په وډ تحصیل کې وسله وال برید کې د یو قبایلي مشر په ګډون لږ‎ تر لږ‎ہ څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د ځایي چارواکو په وینا، دا پېښه تېر ماسخوتن ناوخته شوې دہ.

د ځایي مطبوعاتي رپوټونو ترمخه د مھرالله محمد حسني په نوم بلوڅ قبایلي مشر د کوټې څخه کراچۍ ته تلونکې غټه لار (سړ‎ک) باندې روان وو، د وډ په کراړ‎و نومې علاقه کې پرې د مختلفو اړ‎خونو نه ډزې شوي، قبایلي مشر پکې سرہ د درېو کسانو وژل شوی دی.

د خضدار مرستیال کمشنر یاسر اقبال دشتي د پېښې په اړ‎ہ ویلي، محمد حسني د کوټې نه حب ته روان وو، په لارہ کې پرې برید شوی او سرہ د کسانو وژل شوی دی.

نوموړ‎ي د پېښې د علت په اړ‎ه څه دي ویلي، خو ځینې رپوټونه وایي په ھغه یې مخالفه ډلې برید کړ‎ی دی.

مرستیال کمشنر ویلي، د پېښې د ځای څخه یې مړ‎ي او ژوبل روغتون ته منتقل کړ‎ي، د پېښې پلټنې یې پیل کړ‎ي دي.

ھغه ویلي، علاقه په ګېرہ کې اخستل شوې او د برید کوونکو لټون پیل کړ‎ل شوی دی.

ویل شوي، د پېښې وروسته په علاقه کې درنې ډزې شوي او تر ډېر وخته پورې د کوټې کراچۍ غټه لارہ بندہ کړ‎ل شوې وہ.

د پاکستان د بدامنۍ مخ سرہ مخ صوبه بلوچستان کې د اوږ‎دې مودې راھسې ناامني دوام لري.

بلوچستان کې زیاترہ په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه او چاودنې کيږ‎ي، بلوڅ بېلتون خوښې وسله والې یې اکثرہ زمه وارۍ مني.

او پوځ ھم بیا وخت په وخت د وسله والو سرہ نښتو او د ھغو د وژلو دعوې کوي.

خو په صوبه وخت نا وخت قبایلي شخړ‎ې ھم جوړ‎يږ‎ي، او مرګ ژوبلې پکې اوړ‎ي.

د پاکستان مرکزي او بلوچستان صوبایي حکومت تل ژمنې کړ‎ي، چې صوبه کې به ہورہ امن په ځای کولی شی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG