لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د جمات اسلامي یو ځایي مشر وژل شوی داعش خراسان يې زمه واري منلې 


باجوړ روغتون
باجوړ روغتون

د افغانستان سرہ په پوله د خېبر پښتونخوا باجوړ ضلعې پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي، د جماعت اسلامي ګوند د باجوړ‎ ځایي مشر حميد صوفي د لوي سم تاڼې په حدودو کې د زيارت په ماښام د نامعلومه وسله والو لخوا په نخښه شوی دی.

پوليسو ويلي د نامعلومه کسانو خلاف يې اېف ايي ار درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

ځايې خلکو ډيوه ته ويلي د زيارت په ورځ د ماښام مونځ نه پس حميد صوفي د جمات نه کور ته روان وو چې نامعلومه وسله په ډزو وويشتو او ځای په ځای يې ساه ورکړہ.

داعش خراسان ډلې د حميد صوفي د وژني زمه واري منلې ده.

له دې وړاندې د ده د تره د ځوي مفتي بشیر د وژنې زمه واري هم داعش خراسان منلې وه.

حميد صوفي په باجوړ کې د تاجرانو د اتحاديي مشر او د جمات اسلامي ګوند جنرل سيکټري وو.

صوفي په کال 2022م کې د ټي ټي پي سره د مزاکراتو په وخت حکومتي پلاوي ک هم شامل وو.

تر دې وړاندې سږکال د جنورۍ په مياشت کې هم په باجوړ کې ازاد اميدوار ريحان زېب په یو برید کې وژل شوی وو، د هغه د وژنې زمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه.

له دغې وړاندې تېر کال د جولايي په مياشت کې د جميعت علماء اسلام په سياسي غونډه ځانمرګي بريد شوی وو چې زمه واري يې داعش خراسان ډلې منلې وه.

د حميد صوفي په وژنه د جمات اسلامي لخوا په جاري شوي يو خبر پاڼه کې ويلي شوي د ګوند مشر نعيم الرحمان په دې هدفي بريد د غم او خفګان څرګندونه کړي او د پېښې د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

په خبر پاڼه کې د نعيم الرحمان د خلې ليکل شوي چې دا د حکومت او د امنيتي ادارو ناکامي ده او پښتنه يې کړې چې په پېښه کې ککړ تنان د کوم ځای نه راځي او بيا چرته لاړ شي؟.

د حميد صوفي وژنې ضد نن ټول باجوړ کې د احتجاج په توګه بازارونه تړل شوي، تاجران وايي دوي د حميد صوفي د وژل کېدو او دوي ته د امن ورکولو غوښتنه کوي.


په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوہ خبریال ارشد مومند شریک کړ‎ي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG