د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې په بلوچستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو کولو فیصله شوې ده.
د نهې – سه شنبې په ورځ د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې اعلامیه خپوره کړل شوې ده.
په دغه اعلامیه کې ویل شوې چې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې اتفاق شوی چې په بلوچستان کې د ترهګرو ډلو پرضد دې جامع پوځي عملیاتو وشي.
د اېپکس کمیټۍ په غونده کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) د بیا فعالولو او په قامی او صوبایي استخباراتي همکارۍ او د ګواښونو ارزونې مرکزونو پر جوړولو هم اتفاق شوی دی.
په غونډه كې دا فيصله هم شوې چې د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حكومت په هداياتو عمل كولو دپاره به د صوبايي اېپکس كمېټو تر څارنې لاندې ضلعي رابطه كمېټې جوړولی شي.
وزيراعظم شهبازشريف د اېپکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې وویل چې څو کاله وړاندې دوی په ترهګري قابو موندلی و خو کله نه چې ترهګري بیا زياته شوه نو نړۍ دوی ته پیغورونه ورکوي.
د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې ښاغلي شهباز شریف وویل، چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كې د ترهګرۍ له وجې خلک اندېښمن دي۔
ښاغلي شریف وویل هغه څه چې بې ایل اې (BLA) کوي د 'وحشت' یو مثال دی.
په دې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ، د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو، ګورنرانو، چیف سیکرټریانو اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده.
وزیراعظم د نیشنل ایکشن پلان د ایپکس کمېټۍ دا مهمه غونډه وروسته له هغې رابللې وه چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې په چیني کارکوونکو، امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې پوځ، پولیسو اؤ د ایف سي عسکرو اؤ افسرانو ته درانه ځاني زیانونه اوښتي دي.
تېره میاشت د اکتوبر په اوومه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نړيوال هوايي ميدان [اييرپورټ] څنګ ته د چينايانو په قافله برید کې دوه چينايان وژل شوي وو او يو بل ژوبل شوی و. چين بيا د پاکستان نه "د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د ټولو اړينو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.
په دې ورستو کې په پاکستان کې په چينايي وګړو د شوو ترهګر بريدونو وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د چين مرستيال وزير اعظم ډنګ ژويې ژانګ ته باور ورکړی حکومت به يې د چين د وګړو د حفاظت لپاره هر ممکن ګام اخلي.
په پاکستان کې په دې ورستو کې په چينايي وګړو يو شمېر خونړي بریدونه شوي چې له هغې وروسته بيجينګ پرله پسې په اسلام اباد د خپلو وګړو د حفاظت ټينګار کوي.
د مطبوعاتو رپورټونه ترمخه د تېرې يوې لسيزې راهیسې چې کله د پاکستان او چين ترمنځ د 60 اربه ډالرو د سي پېک په پروژه کار پېل شوی، نو په بېلابيلو حملو کې د پاکستان دننه نزدې 21 چينايي کار کونکي وژل شوي دي.
په پاکستان کې د سي پېک لاندې د منصوبو برخه په بلوچستان ګوادر کې ده او د پاکستان څخه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسيلو تړونکي بولي او ورباندې حملې کوي.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پېکس) د وروستي رپورټ ترمخه په اکتوبر کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو۔
د پېکس د پورټ ترمخه په مجوعي حملو کې 87 فيصده په خېبر پښتونخوا کې شوي چې 117 تنان پکې ژوند دلاسه ورکړی دی.
Forum