لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: هدفي پېښه کې د وزيراعلا د ترور زوی وژل شوی، ماټر ګولې درې ماشومان وژلي


‎د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امین ګنډاپور د ترور زوی سردار ثقلین ګنډاپور چې د کلاچي تحصیل بلدياتي ممبر هم وو، د نامعلومه کسانو په ډزو وژل شوی دی. د بنو په جاني خېلو کې د ماټر ګولې چاودو له امله درې ماشومان وژل شوي او جاني خېلو کې د امن دپاره پرلت هم روان دی.

‎پولیس او کورنۍ یې د پېښې تاييد کړې او وايي پېښه د ډېره اسماعیل خان ضلعې د کلاچي تحصیل په روړۍ موړ سیمه کې شوې، وسله والو د برید لپاره کمین نیولی وو. د پولیسو د وینا له مخې، سردار ثقلین په موقعه وژل شوی او بریدکونکي له سیمې څخه په تېښته کې بریالي شوي دي.

د هغه ورور سردار فریدون ګنډاپور ویلي هغه د نامعلومه کسانو په ډزو وژل شوی دی او په دغه پېښه یې اندېښنه څرګنده کړې، او د انصاف غوښتنه یې کړې ده.

‎د کلاچي تاڼې چارواکي وايي، پلټنې روانې دي او د پېښې لومړني معلومات ښيي، وژل شوي تن د چا سره شخصي دوښمني نه لرله. چارواکي زیاتوي د برید علت به زر تر زره معلوم شي.

‎د سردار ثقلین وژنه د سیمه ییزو خلکو لپاره یوه بله اندېښنه ده، په داسې حال کې چې په صوبه کې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري.

‎په دې ورستیو کې په صوبه کې د امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې زياتې شوي دي. د صوبې د وزيراعلا علي امین ګنډپور خپلوان او د صوبې پولیسو مشر اختر حیات تربور وژل کېدل د ناامنۍ وروستۍ بیلګه ده.

‎په دې وروستیو کې د صوبې د مختلفو سیمو خلک د ناامنۍ پر ضد احتجاجونه او لویې ولسي غونډې کوي او د ریاستي ادارو نه د امن د ټینګښت غوښتنه کوي.

خو پوځ او حکومت وايي امن پرځایی کولو لپاره ژمن دي.

‎په جاني خېل کې د ماټر ګولې چاودنه

‎بلخوا، بنو په جاني خېل کې د یوې ماټر ګولې چاودنې په پېښه کې درې ماشومان وژل شوي دي. چې عمرونه یې د لسو کلونو نه کم دي.

‎د پولیسو په وینا، دا پېښه د بنو جاني خېل په سپین تنګ سیمه کې شوې ده، چرته چې ماشومانو ته یوه ماټر ګولې لاس ورغلی وه.

‎د دوی په وینا ماشومانو له ماټر ګوله لاس ورغلې، دوی ورسره لوبې کولې او هغه پرې ناڅاپه چاودلې ده.

‎د پولیسو په وينا، د وژل شویو ماشومانو عمرونه د لسو کلونو نه کم دي او دوی په یوې دیني مدرسه کې زدکړې کولې. په وژل شویو کې دوه وروڼه هم شامل دي.

‎جاني خېل کې ولسي پرلت دوام لري

‎په جاني خېل کې د تېرو نهو ورځو راهیسې ولسي احتجاج پرلت دوام لري او مظاهره کونکي وايي، د سیمې په وضعیت کې د پوځ موجودیت او د وسله والو فعالیتونه د دوی ژوند ته سخت خطر دی.

‎د جاني خېلو د جرګې یو غړي ملک مویز وویل، دوی د 2009 کال راهسې د ناامنۍ ښکار دی، کورونه وران شوي، او هره ورځ د دوی قامي مشران، سپین ږیري، ځوانان او ماشومان وژل کېږي.

‎ملک مویز زیاته کړه چې تر څو د امن د ټینګښت ډاډ ورنه کړل شي، د دوی احتجاج به روان وي.

‎د جاني خېل دغه پرلت کونکي د خپلې سیمې د سولې او امنیت غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د اوږدې مودې نه ياده علاقه د ناامنۍ ښکار ده.

‎د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو ویلي، دوی د امنیت ټینګښت ته ژمن دي، خو په سیمه کې د ناامنۍ دوام د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. او تور پورې کوي چې د ناامنۍ تر شاه د پاکستان پوځ او نورو ریاستي ادارو لاس دی. خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي په دې حګړې کې په سلګونو افسران او عسکر وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG