د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د جي اېچ کيو حملې کېس کې د پخواني وزیراعظم عمران خان، عمر ايوب او شېخ رشيد سره په نورو فرد جرم لګولی دی.
په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن عمرايوب او پخواني وزير راجه بشارت په ګډون د پي ټي آی ګڼ مشران نيول شوي هم دي.
د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد خصوصي عدالت جج امجدعلي شاه پرون په پينځم دسمبر اډياله زندان کې د قضیې اورېدنه کړې ده.
د ترهګرۍ ضد عدالت په عدالت کې موجودو د 100 نه په زياتو ملزمانو فرد جرم لګولی په دوی د بغاوت، ترهګرۍ، اقدام قتل، اړي ګړي او سازشي جرمونو تورونه لګول شوي دي.
د فرد جرم ورورسته عمران خان او نورو ملزمانو د صحت جرم نه انکار کړی دی.
تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې.
د مظاهرو په مهال په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.
عمران خان وړاندې ويلي چې نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.
د فرد جرم لګول کېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر عمر ايوب نيول شوی او پخوانی د قانون وزير راجه بشارت هم د جېل څخه وتلو په وخت نيول شوی دی.
عدالت د قضیې اورېدنه د لسم دسمبر پورې ځنډولې او د استغاثې نه یې شهادتونه غوښتي دي.
د قضيې د اورېدنې نه وړاندې د پي ټي آی ګڼ مشران اډياله زندان ته رسېدلي، او عدالت د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور، شبلي فراز او ګڼو نورو د نيولو حکم کړی وو.
عدالت ويلي وو، د چا چې د نيولو وارنټ جاري شوی او هغوی عدالت ته وړاندې نه شو، د اشتهاري ګرځولو دپاره به یې قانون په عمل کې راوستلی شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر ذلفي بخاري ویلي، عمران خان او د ګوند نور مشران یې د سياسي انتقام لاندې په نخښه کولی شي.
هغه ویلي، فرد جرم به چېلنج کولی شي بې د کوم ثبوته فرد جرم لګول شوی، د عدالت څخه تمه لري چې دا به کالعدم کړي.
Forum