لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي استخبارات: کېدای شي د اسرایل برید او اضافي غربي بندیزونه ایران تر اېټمي حد واړوي


د ایران د ایټمي پروګرام په اړه د امریکې یو نوی رپوټ وایي، د امریکایي استخباراتو د اټکل له مخې تهران به د اسرایل د نويو ممکنه بریدونو یا د لوېدیځ د اضافي بندیزونو په جواب کې د ایټمي بندیزونو ماتولو ته نیزدې شي.

د د امریکې نېشنل استخباراتي ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپل یو نوي غیرخفیه رپوټ کې ویلي، تهران اوس مهال د ایټمي وسلو د جوړولو اراده نه لري، خو وایي فعالیتونه یې داسې دي چې که وغواړي د جوړولو په ښه حالت کې دی.

رپوټ وايي د جولای له میاشتې راهیسې ایران د خپلو 20 فیصده او 60 فیصده غني شويو یورېنیمو د زېرمو زیاتولو ته دوام ورکړی او په زیاته کچه پرمختللي سنټرفیوجونه جوړوي هم او کار هم ترې اخلي.

د امریکې د استخباراتو په جایزه رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې ایراني چارواکي اوس د ایټمي وسلو د کارولو په اړه په عامه توګه خبرې کوي.

د رپوټ له مخې، تهران داسې اډاڼې او تجربه لري چې زر تر زره تر مځکې لاندې په څو ایټمي تنصیباتو کې د ایټمي وسلو په کچه غني شوي یورېنیم تیار کړي. وایي که ایران وغواړي نو داسې کولای شي.

د رپوټ له مخې "ایراني مشران په دې پوهیږي چې دا د ایټمي وسلو د پراختیا لپاره د خطرونو صلاحیت پیاوړی کوي".

د امریکې د نېشنل استخباراتي ادار د رپوټ له مخې، د ایران د غني شویو یورېنیمو زېرمې د ملکي هدفونو لپاره تر خپلو ایټمي اړتیاوو ډېرې دي او که تهران خپل ټول یورېنیم غني کړي، تر یو درځن ډېر ایټمي وسلې به تیارې کړي.

د امریکې د استخباراتو وروستی رپوټ ښيي چې تهران اوس د لوېدیځ د فشارونو او بریدونو یا نورو خطرونو د مخنیوي لپاره د ایټمي فعالیتونو د زیاتوالي خواته روان دی.

د او ډي این ای د رپوټ له مخې ایران به په ممکنه توګه د نورو جدیدو سنټرفیوجونه پر لګولو یا کارولو غور وکړي او د غني شوي یورېنیم ذخیره به 90 فیصده ته لوړه کړي یا به د ایټمي وسلو د مخنیوي له تړونه د وتلو ګواښ وکړي.

امریکايي چارواکو تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې تهران له یوې تر دوو اوونیو په موده کې ایټمي وسلې جوړولای شي، خو ورسره یې دا هم ویلي چې پېنټاګان د ایران د ایټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي وړتیا لري.

په ملګرو ملتونو کې د ایران مِیشن د رپوټ په اړه د تبصرې غوښتلو ته جواب نه دی ویلی، خو تهران تر دې مخکې په وار وار ټینګار کړی چې ایټمي پروګرام یې یواځې د پرامنه مقصدونو لپاره دی.

د امریکې استخباراتي څېړونکي له ایټمي‌ وسلو سره سره د بېلیسټیک میزایلو او ډرونونو د پراختیا لپاره هم د ایران د زیاتېدونکې وړتیا په اړه اندیښمن دي.

د امریکې جایزه رپوټ وايي، په اپرېل کې د اسرایل خلاف د ډرون الوتکو له کارولو او د اوکراین په ضد د روس په جګړه کې د ایران جوړ شویو ډرون الوتکو له کارول کېدو دا تجربه تر لاسه کړې چې د خپلې ایټمي ټیکنالوجۍ په ښه کولو کې کار ترې واخلي.

د امریکې استخباراتو د ایران او روس تر منځ د دفاعي همکاریو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې کېدای شي تهران تر مخکینیو اټکلونو وړاندې یو بین البراعظمي بېلسټیک میزایل جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو د ایټمي څارنې ادارې په د نومبر میاشتې په یو پټ رپوټ کې ویلي وو، ایران پر خپل ایټمي پروګرام د نړیوالو فشارونه له پامه غورځولي او د غني شويو یورېنیمو ذخیره یې زیاته کړې چې د ایټمي وسلو کچې ته نیزدې شوې ده.

د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې په رپوټ کې ویل شوي وو چې د اکټوبر تر 26مې پورې ایران 182.3 کیلوګرامه یورېنیم لرل چې وایي د غني کولو کچه یې 60 فیصده ده او دا اندازه تر هغه 17.6 کیلوګرامه زیاته ده چې د اګست میاشتې په رپوټ‌ کې ښوول شوې وه.

ایټمي وسلې تر 90 فیصده پورې غني شویو یورېنیمو ته اړتیا لري او ایټمي کچې ته د 60 فیصده یورېنیمو غني کول له تکنیکي پلوه نیزدې شوی حالت دی.

د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې په خپل درې میاشتني رپوټ کې اټکل کړی وو چې د اکتوبر تر 26مې پورې د ایران د غني شویو یورېنیمو ټوله ذخیره 6,604.4 کیلوګرامه ده، چې له اګست راهیسې 852.6 کیلوګرامه زیاته شوې ده.

د ای اې اي اې د تعریف له مخې، شاوخوا 42 کیلوګرامه یورېنیم که تر 60 فیصده پورې خالص غني شوي وي او تر 90 فیصده پورې نور هم غني شي دا د تیورۍ له مخې هغه مقدار دی چې ایټمي وسله ترې جوړه کړل شي.

په رپوټ کې ویلي شوي وو چې پلټونکو د نومبر پر 16مه له ایرانه د ای اې اي اې د مشر رافایل ګروسي له راستنېدو یوه ورځ وروسته تایید کړه چې ایران په دوو تر مځکې لاندې جوهري مرکزونو فردو او نتنز کې 60 فیصده ته د یورېنیمو د غني کولو د عمل د بندولو کار پیل کړی دی.

یادونه: د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG