لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونیر کې د ۱۴کلن هلک سره د جنسي تيري په تور یو پولیس افسر نیول شوی


Taliban
Taliban

د خیبرپښتونخوا په بونیر ضلعه کې د یو ۱۴ کلن هلک سره د جنسي تېري په تور یو پولیس افسر معطل او نیول شوی، او پر ضد یې مقدمه درج شوې ده.

د پولیس افسر په ضد د دسمبر په پينځمه نېټه د درج ایف آي ار له مخې د سیمې یو ځوان پولیس ته شکایت کړی چې د بونیر سره نزدې په بريکوټ بازار کې ولاړ وو، چې یو اسسټنټ سب انسپکټر (ای ایس آی) ورته نزدې ورغلو او هغه نه یې د هغه د موبایل نمبر وغوښتو.

دغه ایف آي ار چې په ټولنیزو رسنیو یې هم عکس خپور شوی پکې د یاد هلک له خولې لیکل شوي چې پولیس افسر هغه ته ویلي وو چې له نمبر یې یو چاته ګواښونه شوي دي.

په ایف آي ار کې دغه ځوان تور لګولی چې " وروسته هغه زه د بونیر کړاکړچیک پوسټ ته بوتلم او هلته یې زما څخه ځینې پوښتنې وکړې. وروسته یې زما جامې وویستلې او جنسي تېری یې وکړو".

شکایت کوونکي ځوان زیاته کړې چې د هغه له چغو وهلو وروسته ای ایس آي هغه پرېښود او ورته یې ګواښ وکړ چې دا خبره به هېچاته نه کوې.

د ياد پوليس افسر پرضد د بونېر جوړ په تاڼه کې مقدمه درج کړل شوې او د يادې تاڼې يو چارواکي د نوم نه په شرط وي او اې ډيوه ه وويل، په جنسي تيري تورن تاڼدار نيول شوی او پرضد یې مقدمه درج کړل شوې ده.

په ایف آی ار کې په پولیس افسر د پي پي سي ۳۷۹ او ۵۱۱ دفعې لګول شوي چې سزا یې عمري بند او یا تر هې کمه هم کیدای شي.

د بونېر ضلعې د پوليسو مشر ويلي، چې نیول شوی پولیس افسر ګوښه کړل شوی او د پېښې د پلټنو لپاره به یوه قانوني څېړنه ترسره شي.

که څه هم په پاکستان کې د جنسي تېري د مخنیوي لپاره ګڼ قوانین موجود دي، خو بیا هم وخت په وخت مطبوعات او د بشري حقونو ادارې په پراخه کچه د دغسې پېښو راپور ورکوي.

پاکستان کې په ماشومانو د جنسي تیري لوړه کچه:

په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تیري او وژنې شمیرې د اندیښنې وړ دي. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو د راپورونو پر اساس یوازې په ۲۰۲۳م کال کې د ماشومانو د جنسي تیري ۴,۲۱۳ پېښې مخې ته راغلې وې .

د ماشومانو د حقونو د غیر دولتي سازمان ساحل شمېرې ښیي چې د روان کال ۲۰۲۴ د لومړیو شپږو میاشتو په مهال ګرد هیواد کې د ماشومانو په ضد د تاو تریخوالي اؤ تشدد ۱,۶۳۰ پېښې ریکارډ شوې دي. چې له دې څخه ۸۶۲ جنسي تیري پورې اړه لري.

په دې اغېزمنو ماشومانو کې ۵۹ سلنه نجونې او ۴۱ سلنه هلکان ښودل شوي.

​د ساحل رپورټ وایي چې د ۶ نه تر ۱۵کلونو ماشومان تر ټولو زيات د جنسي تېريو نښه ګرځول شوي دي په کوم کې چې د ماشومانو سره د زياتو په پيښو کې ۴۷ ککړ تنان د هغوي پیژنګلو وو او دغه شان د ماشومانو په ضد د تيريو ۱۸فيصده پيښو کې نا پیژنګلو کسان ککړ موندل شوي دي.

د جنسي تېریو د پېښو علتونه:

د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل چارواکی امتیاز احمد سومرو په دې وروستیو کې وي او اې ډيوه ته ویلي د ماشومانو د حقونو په اړه دا وخت د مور پلار اؤ پوليسو د ذمه واریو نه ترسره کېدو او په ټولنه کې د اګاهۍ او تربيت کمی دی.

سومرو وایي" او هم دا هغه ټول وجوهات دي چې له کبله یې ماشومان زموږ په ټولنه کې محفوظ نه دي، دلته قوانين بې شمېره دي ولې په دې د عمل کمی دی، او چرته چې په قانون د عمل کمی وي نو هلته تل ګټه ملزم ته رسيږي".

د ماشومونو د حقونو فعال ډاکټر خلیل احمد ډيوه ته ویلي،رياست کوشش کوي چې د ماشومانو خلاف د زياتي او تېريو په اړه مالومات او شمېرې مخې ته را نه شي.

خو د هغه په وینا غېر دولتي ادارې په دې اړه د يو مضبوط طريقه کار لاندې ډېټا او مالومات راټولوي او دغه ډېره کره ډېټا وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG